د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې پاکستانی نیول شوی دی


په پاکستان کې زېږېدلی یو کس د امریکا له پلازمېنې واشنګټن سره نېږدې نیول شوی او امریکايي چارواکو د لشکر طیبه له وسله والې ډلې سره د ملاتړ په تور تورن کړی دی.

امریکايي څارنوالان وايي زبیر احمد د ۲۰۱۰ز کال په سپټمبر کې پر یو ټیوب یوه پروپیګنډیايي ویډیو خپره کړې وه چې د لشکر طیبه په ملاتړ کې وه. څارنوالان وايي تر هغې وروسته چې له ده پلټونکو پوښتنې وکړې نو ده درواغ وویل چې ویډیو له ده پورې مربوطه نه ده. زبیر احمد ۲۴ کالن دی او په شمالي ورجینیا کې اوسي. که چېرې دا تور پر زبات شو چې یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې ته یې مادي ملاتړ ورکړی دی نو تر ۲۳ کالونو د بند سزا ورته اورېدل کېدای شي. لشکر طیبه د هند ضد وسله واله ډله ده چې په ۲۰۰۱ز کال کې امریکا د بهرني ترهګر تنظیم په نوم نومولې وه. امریکايي پلټونکي وايي تحقیق ښيي زبیر احمد چې په پاکستان کې اوسېده نو له لشکر طیبه یې هدایات او روزنه تر لاسه کوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG