د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوسوو کې د مسلمانانو مظاهره


د کوسوو په پلازمېنې پرېستینا کې د جمعې په ورځ، شا و خوا ۱۰۰۰ کسانو مظاهره کړې ده چې په کې دوی غوښتنه کوله چې د نوي جومات لپاره دې ځای ورته ورکړل شي.

مظاهرې ته د وینا پر مهال یوه فعال فواد رامیقي ویلي د مسلمانانو صبر نور پای ته په رسېدو دی: ((موږ نن دلته د دې خبرداري لپاره مظاهرې ته را غونډ شوي یو چې سیاست والو ته ووایو چې په سیاسي ډول دې له اخلاقیاتو کار واخلي او یا به بیا دوی د نتیجو ذمه وار پخپله وي.)) مذهبي چارواکي وايي دا خلک غواړي یو زیات مرکزي او لوی جومات جوړ کړي چې په ښار کې زیاتېدونکې مطالبې پوره کړي. په دې مظاهرې کې پر هغې پارلېماني رایې اچونې هم تنقید وشو چې د دوشنبې په ورځ تر سره شوې وه. په دې کې د دې ګام پر ضد رایې واچول شوې چې ښځو ته دې د زړوکي په سرولو او په ښوونځیو کې دې د مذهبي درس اجازه ورکړل شي. په کوسوو کې زیاتره البانویان اوسي چې مسلمانان دي خو دا هېواد سیکولر دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG