د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماشومانو د خوشې کولو لپاره هلې ځلې


د قبایلي سیمې باجوړ مشران هڅه کوي چې د افغانستان په کونړ کې یرغمال شوي ماشومان را خوشې کړي.

په سیمه کې یوه کس د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د مشرانو جرګې له طالبانو سره خبرې اترې تیارۍ کړې دي خو د ماشومانو په را خلاصولو کې په سمدستي توګه تر اوسه پرمختګ نه دی شوی. دا کس پخپله هم د جرګې غړی دی. د مشال راډیو د خبریال له وینا سره سم، تېره ورځ له باجوړه د اختر د مېلې لپاره تللي ۳۰ ماشومان په کونړ کې وسله والو وتښتول. دا ماشومان د باجوړ د ماموندو د سیمې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG