د لاسرسي ځای

په کورمه کې ۴ کسان وژل شوي


د قبایلي سیمې کورمې په کاکړۍ کې نا مالومه وسله والو په یوه پک اپ ګاډي ډزې کړې دي.

په دې پېښه کې په موټر کې سپاره څلور کسان وژل شوي دي. له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي پېښه د جمعې په ورځې سهار اووه بجې شوې ده. وژل شوي ټول کسان سنیان ښودل کېږي. د پنجشنبې په ورځ په کورمه کې اووه شیعه ګان وژل شوي ول. په دې قبایلي سیمې کې له کالونو راهیسې بد امني او فرقه ییز تاو تریخوالی روان دی.
XS
SM
MD
LG