د لاسرسي ځای

تازه خبر

له باجوړه مېلې ته تللي ۳۰ ماشومان تښتول شوي دي


شاه نواز تره کزی، مشال راډیو

خار/غلنۍ
-د قبایلي سیمې باجوړ له ماموند سیمې د افغانستان کونړ سیمې ته په سیل تللي له ۳۰ زیات ماشومان وسله والو تښتولي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي ناصر خان مشال راډیو ته وویل چې د یرغمال کړل شویو ماشومانو د خلاصون لپاره ځايي انتظاميې هلې ځلې پیلې کړې دي.

رپورټونه وايي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک له افغان حکومت سره خبرې کړې دي.

تر اوسه نه ده مالومه چې ماشومان پاکستانیو او که افغاني وسله والو یرغمال کړي دي.

دا ماشومان کونړ ته د اختر د مېلې لپاره تللي ول.

باجوړ په شمال کې د خیبر پښتونخوا سره لګېدلی دی. په غرب کې له کونړ، جنوب کې له مومندو، او په ختیځ کې له خیبر پښتونخوا سره پولې لري.

د یوه بل خبر تر مخې د مومندو د ساپیو په تحصیل کې د قیوم اباد په سیمه کې د یوه ملک په کور وسله والو برید کړی دی.

په دې پېښه کې دوه کسان ژوبل شوي دي.
XS
SM
MD
LG