د لاسرسي ځای

له باجوړه تللي ماشومان تښتول شوي


د قبایلي سیمې باجوړ له ماموند سیمې د افغانستان کونړ سیمې ته په سیل تللي له ۳۰ زیات ماشومان وسله والو یرغمال کړي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي ناصر خان مشال راډیو ته وویل چې د یرغمال کړل شویو ماشومانو د خلاصون لپاره جرګې هلې ځلې پیلې کړې دي. رپورټونه وايي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک له افغان حکومت سره خبرې کړې دي. تر اوسه نه ده مالومه چې ماشومان پاکستانیو او که افغاني وسله والو یرغمال کړي دي.
XS
SM
MD
LG