د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د بلې کورنۍ جګړې احتمال


ژباړه: مشال راډیو

سرچینه: دي ډیپلوماټ مجله



امریکايي مجلې دي ډیپلوماټ په خپله مقاله کې لیکلي: ((په داسې حال کې چې ناټو او امریکا له افغانستانه د پوځیانو ایستل پیل کړي دي، خو له پالیسي جوړوونکو سره اوس دا وېره پیدا شوې ده چې داسې نه د پخوا په شان، په دې هېواد کې، کورنۍ جګړه پیل شي.))

امریکايي مجله وايي، د داسې حالاتو د مخنیوي لپاره امریکا او افغان ولسمشر حامد کرزی هڅه کوي له طالبانو سره د خبرو له لارې اوربند وکړي؛ خو پوښتنه دا ده چې دا به په افغانستان کې امن پر ځای کړي او که نه؟

د دي ډیپلوماټ مجلې د مقالې لیکوال مایکل لیونسن دی.

دا مقاله په اصل کې د طالبانو او د شمالي اتحاد تر منځ له ۱۹۹۶ز کال تر ۲۰۰۱ز پورې د شوې کورنۍ جګړې په شان په راتلونکې کې د کورنۍ جګړې د د بیا کېدو د امکان شا و خوا ګرځي.

پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي لپاره له طالبانو سره راحت احساسوي؛ نو په دې ډول، چې طالبان له کشمیري جهادیانو سره رابطې ختمې نه کړي نو تر هغې به هند د حامد کرزي ملاتړ کوي. امریکا به بیا تر هغې طالبان خپل دښمن ګڼي چې له القاعده او نورو جهادیانو سره ملګري وي.

تر دې له مخه چې لیکوال د افغانستان د کورنۍ جګړې پر احتمال ولیکي، په پیل کې په نورو هېوادونو کې د شویو کورنیو جګړو له تاریخه ځېنې نتیجې وباسي.

دی کورنۍ جګړې په دوو برخو کې وېشي.

په لومړۍ برخه کې، یوه د روسیې د کمیونسټ رژیم او مخالفینو تر منځ له ۱۹۱۷ز کال څخه تر ۱۹۲۳ز پورې، او بله له ۱۹۳۶ تر ۱۹۳۹ز پورې د دوام لرونکې د هسپانیې کورنۍ جګړې شاملې دي.

لیکوال مایکل لیونسن وايي، په دواړو کې مخالفینو ته په پوځي ډګر کې ماتې ورکړل شوه.

لیکوال د کورنۍ جګړو په دویمه برخه کې د موزمبیق او تاجکستان حواله ورکوي، چې دا جګړې بیا بالاخره د خبرو اترو او د سولې د تړون له لارې پای ته ورسېدې.

تر دې تاریخي حوالو وروسته لیکوال وايي چې نن ورځ په افغانستان کې داسې نه ښکاري چې د موزمبیق او تاجکستان ماډل به پلي شي.

تر هغې چې پاکستان له هنده، او هند، امریکا و ایران له طالبانو وېرېږي نو یو فریق به هم دې جګړې ته دوام ورکول د وسایلو ضایع کول و نه ګڼي.

د دې لپاره لیکوال په افغانستان کې د ښکېلو فریقانو، طالبانو، امریکا، ایران، هند او پاکستان سیاسي ګټې څېړي.

دی وايي، طالبان لا تر اوسه، له القاعدې سره د تړاو د شلولو او د افغانستان د آیین د منلو له شرطونو انکار کوي.

پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي لپاره له طالبانو سره راحت احساسوي؛ نو په دې ډول، چې طالبان له کشمیري جهادیانو سره رابطې ختمې نه کړي نو تر هغې به هند د حامد کرزي ملاتړ کوي.

امریکا به بیا تر هغې طالبان خپل دښمن ګڼي چې له القاعده او نورو جهادیانو سره ملګري وي.

او شیعه ایران بیا له سني طالبانو څخه په وېره کې دی.

تر دې تصویر ورکولو وروسته بیا د ډیپلوماټ مجلې د دې مقالې لیکوال مایکل لیونسن دې نتیجې ته رسي چې تر هغې چې پاکستان له هنده، او هند، امریکا و ایران له طالبانو وېرېږي نو یو فریق به هم دې جګړې ته دوام ورکول د وسایلو ضایع کول و نه ګڼي.
XS
SM
MD
LG