د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې خونړي بارانونه، زیانمن سېلاوونه


د بارانونو اوبه کورونو ته ننوتي دي. دا سیمه بوری ده.
د بارانونو اوبه کورونو ته ننوتي دي. دا سیمه بوری ده.
نیاز موسا خېل، مشال راډیو


لورالايي (بوری)
- د پاکستان د بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې د پنجشنبې له ورځې راهیسې سخت بارانونه روان دي چې له کبله یې سېلاو راغلی دی.

د صوبې په ژوب کې د بارانونو له کبله سخت مالي تاوان شوی دی او درې کسان په کې وژل شوي دي.

په سیمه کې ازاد خبریال وطنیار خلجي مشال راډیو ته ویلي پر سمبازه سړک، د ژوب له سیند سره دوه ګاډي چپه شوي دي چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او اووه ژوبل دي.

دی وايي، د ژوب او کوټې تر منځ لویه لار هم بارانونو اغېزمنه کړې ده.

دې ته ورته صورتحال په موسا خېل، سیف الله کلا، او شیراني ضلعو کې هم دی.

د پولیسو له وینا سره سم، د لورالايي (د سیمې اوسېدونکي ورته بوری وايي) په دوکۍ سیمه کې ، د زښتو بارانونو له کبله د یو کور دېوال نړېدلی دی. په دې پېښه کې درې ماشومان وژل شوي او درې ټپي دي.

باراني اوبه بېلا بېلو سیمو ته داخلې شوې دي.

هلته په قلات ضلعې کې د سختو بارانونو او سېلاو له کبله ډیپټي کمشنر سعید عمراني په ولسوالۍ کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

نوموړي مشال راډیو ته ویلي، د قلات ضلعې دوه تحصیله سوراب او قلات له سېلاوونو متاثره شوي دي: (( د قلات خصیندون سیمه ډېره متاثره ده. دلته څلور کلي اوبو لاندې کړي دي. موږ هڅه وکړه چې ورشو، مګر لارې ټولې بندې وې، خو دا به در ته ووایم خلکو په نېکمرغۍ سره ځان ژغورلی دی او غرو ته ختلي دي.))

مرستیال کمشنر سعید عمراني وايي، د قلات، سوراب او مکران ترمنځ لویه لار د ګیدر پر ځای غوڅه شوې ده او بنده ده.

دا چې تر بیړني حالت وروسته په قلات کې د مرستندویه کارونو حال څه دی؟ سعید عمراني وايي، د ناورینونو د انتظام صوبايي اداره او د پاکستان پوځ له دوی سره د مرستو اعلان کړی دی او دا مهال د سیمې په سروې کولو لګیا دي.

دوی سروې د دې لپاره کوي چې مالوم کړي څومره خیمو او خواړو ته اړتیا ده.

د طبیعي ناورینونو د انتظام صوبايي ادارې د سېلاوونو لپاره یوه ځانګړې څانګه پرانیستې ده. د دې ادارې د بلوچستان صوبې لپاره مشر طاهر منیر مشال راډیو ته ویلي چې د پنجشنبې له ورځې راهیسې سخت بارانونه شوي دي.

دی وايي، یواځې په قلات او سوراب کې ۴۵ ملي میټره باران رېکارډ شوی دی او په صوبه کې بارانونو او سېلاو فصلونو او ودانیو ته زیان رسولی دی.

هلته د موسمیاتو محکمې تر راتلونکو درو ورځو د نورو بارانونو وړاندوینه کړې ده.
XS
SM
MD
LG