د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا په اړه د سرمشریزې مهمې پرېکړې


د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزی د لیبیا د عبوري قامي شورا مشر مصطفا عبدالجلیل ته لاس ورکړی دی.
د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزی د لیبیا د عبوري قامي شورا مشر مصطفا عبدالجلیل ته لاس ورکړی دی.
بوریوال کاکړ، مشال راډیو


پراګ
- د نړۍ مشرانو ژمنه کړېډه چې د لیبیا د اربونو ډالرو کنګل شوې شتمنۍ به د یاغیانو په مشرۍ کې قامي عبوري شورا ته ورکوي.

عبوري قامي شورا به دا شتمنۍ د واکمن معمر قذافي له ۴۲ کالن امریته وروسته د لیبیا د ولس لپاره د مهمو خدمتونو په پر ځای کولو او د بیا رغونې پر کارونو ولګوي.

د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزی د لیبیا په اړه تر غونډې وروسته د خبریالانو د پوښتنو ځوابونه وايي.

د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزي پر دې مهال ویلي چې د معمر قذافي د رژیم پر ضد د بندیزونو له امله د لیبیا د ۱۵ اربه ډالرو کنګل شوې اثاثې به یاغیانو ته وسپارل شي.

په عین حال کې معمر قذافي په یوه غږیز پیغام کې د ناټو ملاتړ لرونکیو یاغیانو پر ضد د ګوریلا جګړې غوښتنه کړې ده.

یاغیانو د قذافي واکمني ړنګه کړې ده.

د معمر قذافي په اړه مالومات نشته چې چېرې دی.

له نا مالوم ځایه په غږیز پیغام کې معمر قذافي پر خپلو پلویانو د ګوریلا جګړې د پیلولو غږ کړی دی. دا انځور له هغه عربي ټیلي ویژن را اخیستل شوی دی چې د قذافي پیغام یې خپور کړ.

د نړۍ له ۶۰ هېوادونو، مشرانو او استازو په پاریس کې د لیبیا د قامي عبوري شورا له مشرانو سره لیده کاته کړي دي، او پر هغوی یې غږ وکړ چې په لیبیا کې د جمهوري او شفافې ټولنې لپاره پخلاینې ته دوام ورکړي.

د برېتانیا وزیراعظم ډیېډ کیمرون پر دې مهال وویل : (( دې غونډې ژمنه وکړه چې په لیبیا کې به د جامع او جمهوري سیاسي انتقال د رامنځ ته کولو لپاره د مصطفا عبدالجلیل په مشرۍ کې، د لیبیا د قامي عبوري شورا د څرګند دریځ پر اساس د هغوی ملاتړ کوي.))

د دې غونډې برخوال پر دې سره سلا شول چې پر ملګرو ملتونو د دې لپاره زور واچوي چې د لیبیا قامي عبوري شورا د قانوني حکومت په توګه ومني.

د لیبیا په اړه دا غونډه د زیارت په ورځ د فرانسې د پلازمېنې پاریس په ولسمشریزه ماڼۍ کې وشوه چې مشري یې ولسمشر نیکولا سارکوزي کوله.

تر دې غونډې مخکې روسیې د لیبیا عبوري قامي شورا په قانوني او رسمي توګه ومنله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG