د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا کنګل شوې شتمنۍ یاغیانو ته ورکول کېږي


د نړۍ مشرانو ژمنه کړېډه چې د لیبیا د اربونو ډالرو کنګل شوې شتمنۍ به د یاغیانو په مشرۍ کې قامي عبوري شورا ته ورکوي چې د واکمن معمر قذافي له دوه څلوېښت کلن امریته وروسته د لیبیا د ولس لپاره د مهمو خدمتونو په پر ځای کولو او د بیا رغونې پر کارونو ولګول شي.

د فرانس ولسمشر نیکولا سارکوزي وویل چې د معمر قذافي د رژیم پر ضد د بندیزونو له امله د لیبیا د پنځلس اربه ډالرو کنګل شوې اثاثې به یاغیانو ته وسپارل شي. په عین حال کې معمر قذافي چې د اوسېدو ځای یې نه دی مالوم په یوه اډیو پیغام کې د نېټو ملاتړ لرونکو یاغیانو پر ضد د ګوریلا جګړې غوښتنه کړې ده چې د ده واکمني یې چپه کړه. د نړۍ له شپېتو هیوادونو څخه مشرانو او استازو په پېرس کې د لیبیا د قامي عبوري شورا له مشرانو سره لیده کاته وکړل او پر هغوی یې ږغ وکړ چې په لیبیا کې د جمهوري او شفافې ټولنې لپاره پخلاینې ته دوام ورکړي. د بریتانیا وزیراعظم ډیوډ کېمرون وویل : (( دې غونډې ژمنه وکړه چې په لیبیا کې به د جامع او جمهوري سیاسي انتقال د رامنځ ته کولو لپاره د مصطفی عبدالجلیل په مشرۍ کې د لیبیا د قامي عبوري شورا د څرګند دریځ پر اساس د هغوی ملاتړ کوي.)) د دې غونډې برخوال پر دې سره سلا شو چې پر ملګر ملتونو د دې لپاره زور واچوي چې د لیبیا قامي عبوري شورا د قانوني حکومت په توګه ومني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG