د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دوشنبې کې لویه غونډه


د افغانستان ، پاکستان ، روس او تاجکستان ولسمشران نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پر یو شمېر موضوعاتو یو له بل سره خبرې اترې کوي.

پاکستانی ولسمشر اصف علي زرداري او د هغه نور سیالان لکه ولسمشر حامد کرزی ، ولسمشر دیمیتري مید وېدېف او ولسمشر ایمان علي رحمان به په دې غونډه کې پر تجارت ، سیمه ییز امنیت او داسې بهرنیو پروژو چې زیاتره یې له سړکونو او اورګاډو سره تړلې وي خبرې اترې وکړي. بل پلو پرون د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د هغه افغان سیال ولسمشر حامد کرزي یو له بل سره لیده کاته وکړل او د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه یې خبرې وکړې. د افغان ولسمشر ویاند سیامک هېراوي وویل چې اصف علي زرداري په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ وکړ: (( ښاغلي زرداري د افغانستان د سولې د پروسې بشپړه ملاتړ څرګند کړ او و یې ویل چې په افغانستان کې سوله یوه داسې پروسه ده چې د پاکستان او سیمې پر امنیت اغېز لرلای شي.)) د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو پر اقتصادي اړیکو ، له پاکستانه منځنۍ اسیا ته د مالونو د وړلو او هم دا ډول په پاکستان کې د افغان سوداګرو پر ټرانزیټي ستونزو هم خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG