د لاسرسي ځای

په لکي مروت کې د ځانمرګي برید هڅه ناکامه


د پاکستان د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې پولیسو پر تاڼې د ځانمرګي برید هڅه ناکامه کړې ده.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، بېګا د شپې شا و خوا اته بجې ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو موادو ډک موټر د لکي مروت د پیزو درې د تاڼې په لور روان کړ چې پولیسو پر ډزې وکړې او دا ګاډی هدف ته تر رسېدو مخکې والوت. په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۳۶ ژوبل دي. په ژوبلو شویو کې درې ښځې او یو د پاکستاني پوځ کپتان هم شامل دی. د دې چاودنې له کبله په سیمه کې ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی او شا و خوا ۶۵ دوکانونه ړنګ شوي دي.
XS
SM
MD
LG