د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لکي مروت کې د ځانمرګي برید هڅه ناکامه


د پولیسو په ډزو کې پک اپ موټر والوت چې له بارودي موادو ډک وو. تر پېښې وروسته منظر
د پولیسو په ډزو کې پک اپ موټر والوت چې له بارودي موادو ډک وو. تر پېښې وروسته منظر
سېلاب مسود، مشال راډیو


لکي مروت
- د پاکستان د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې پولیسو پر تاڼې د ځانمرګي برید هڅه ناکامه کړې ده.

بېګا د شپې شا و خوا اته بجې ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو موادو ډک موټر د لکي مروت د پیزو درې د تاڼې په لور روان کړ چې پولیسو پر ډزې وکړې او دا ګاډی هدف ته تر رسېدو مخکې والوت.

په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۳۶ ژوبل دي.

په ژوبلو شویو کې درې ښځې او یو د پاکستاني پوځ کپتان هم شامل دی.

یوه عیني شاهد سلمان مشال راډیو ته د پېښې په اړه وویل: ((اته، پاو باندې اته بجې یو پک اپ [موټر] راغی او د تاڼې پر [لوري ور روان] شو. دا ډاټسنه چې روانه شوه نو هلته د پولیسو لخوا رکاوټونه [ول] او یوه کانسټېبل دا [موټر ودراوه] او له کړکۍ یې پر ډزې وکړې، نو ډاټسنه [وچاودېده].))

د دې چاودنې له کبله په سیمه کې ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی او شا و خوا ۶۵ دوکانونه ړنګ شوي دي.
XS
SM
MD
LG