د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورپکي خپل بمونه د پاکستان په سره جوړوي


افغان پولیس په ارغنداب کې د سړک غاړې بمي چاودنې وروسته پېره ورکوي.۲۰۱۱م کال د فبروۍ ۲۷ نېته
افغان پولیس په ارغنداب کې د سړک غاړې بمي چاودنې وروسته پېره ورکوي.۲۰۱۱م کال د فبروۍ ۲۷ نېته

اېسوشي ټیډ پریس په یوه رپوټ کې لیکي چې په افغانستان کې د جوړوېدونکو هغو بمونو چې په سلګونه امریکايي سرتېري یې وژلي دي مهمې برخې له هغې سرې څخه جوړیږي چې د پاکستان یوه کمپنۍ یې تیاروي. او د دې کمپنیو تیاره کړې دومره سره په تېر کال کې افغانستان ته وړل شوې وه چې لږ تر لږه د یو لک څلوېښت زره بمونو لپاره بس وه.

د اېسو شي ټيډ پریس دا رپوټ د امریکايي چارواکو له خولې لیکي چې په افغانستان کې شاوخوا اتیا فیصده بمونه له سرې څخه جوړیږي او هغه چې کله د سونګ له تېلو سره ګډ کړل شي نو ډېر زورور چاودونکي مواد ورڅخه جوړ شي.

امریکايي چارواکي وايي چې دا سره د پاکستان د پاک ارب فرټیلایزر لمیټډ په نامه هغه کمپنۍ تیاروي چې په پنجاب کې دي او بیا د اورپکو او هغوی ته د سامان رسونکو له خوا افغانستان ته وړل کیږي.

امریکايي سنېټر بوب کسې په تېره اونۍ کې د امریکايي کانګریس یو پلاوی د دې لپاره پاکستان بیولی وو چې پر پاکستانیو پوځ او ولسي مشرانو په دې لړ کې د ګام پورته کولو لپاره زور واچوي.

رپوټ د بوب کسې له خولې لیکي ، که په یوه ملک کې داسې څه تیاریږي چې هغه د ستونزې سبب وي نو هغه ملک ته په کار ده چې د دې ستونزې د هواري لپاره نیمه برخه کار وکړي.

رپوټ لیکي ، په افغانستان کې له سرې څخه د جوړېدونکو بمونو له کبله ورځ په ورځ زیاتیږي او د پاکستان له خوا په دې لړ کې د مخنیوي لپاره څه نه کولو د دې ملک او امریکا ترمنځ وار له مخه اړیکي لا پسې خرابوي.

رپوټ په ملتان کې د سرې دې کمپنۍ ته د تللي یوه امریکايي کارپوه روبین بیسټ له خولې لیکي ، له پنځوس کلوګرامو سرې څخه له دوو تر څلورو بمونه جوړېدای شي خو دا په دې پورې اړه له لري چې دوی یې د لویو موټرونو او که د ګزمې کولو د موټرونو د په نښه کولو لپاره کاروي.

رپوټ لیکي ، له ۲۰۰۱لومړي کال راهسې په دې بمونو کې ۷۱۰ امریکايي سرتېري وژل شوي او ۷۴۴۰ نور ټپي شوي دي. او د دې ترڅنګ په زرګونه افغان ځواکونه او ولسي خلک هم د دې بمونو له امله وژل شوي او ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي چې یوازې د اګست پر ۱۷مه نېټه یې د افغانستان د هلمند په ولایت کې د سرې هغه دوه سوه بوجۍ ونیولې چې له پاکستان څخه ور وړل شوې وې.
اېسو شي ټيډ پریس د افغاستان د دفاع د وزارت د ویاند محمدظاهر اعظیمي له خولې لیکي ، دوی له افغانستان څخه غواړي چې د دې مخنیوی وکړي.

د دې سرې د تیارونکې کمپنۍ چارواکي بیا وايي چې دا د دوی حق دی چې د سرې جوړولو ته دوام ورکړي هغه ځکه چې د دوي په وینا دا د پاکستان د خاورې او موسم لپاره ډېره ګټوره ده.

د جرمني ، افغانستان ، ایرلېنډ او چین په ګډون زیاتره هیوادونو د کیمیاوي توکو اخیستل ، خرڅول او زېرمه کول محدود کړي دي او امریکا له پاکستان سره په هم دې اړه د یو قانون جوړولو پر سر خبرې کوي خو وايي چې دا کار په پاکستان کې ځکه ګران دی چې هلته نه یوازې د پولیسو او حکومتي کارکوونکو تنخګانې کمي دي بلکه هلته یو شمېر نورې ستونزې هم شتون لري.
XS
SM
MD
LG