د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام: د ولسمشر اسد یو لوړپوړي چارواکي استعفا ورکړې


ښایي د شام ولسمشر بشارال اسد حکومت ته په پينځو مياشتو کې په لومړی ځل ګوزار رسيدلی وي چې يو لوړ پوری حکومتي چارواکی یې مستعفي شو.

د حما ښار لوی څارنوال په يو ټيوب په خپل یوه ويډيويي پيغام کې د جمهوريت پلوه مظاهرچيانو پرضد د حکومتی عملياتو په سر په احتجاج کې استعفا ورکړې.

عدنان محمد ال بکر هغه رپوټونه رد کړي دي چې د شام چارواکو تېښتولی دی.

ال بکر وايي چې دوی ځکه استعفا ورکړې چې د جولايي له لومړۍ نيټې د پوځي عملياتو نه وړاندې امنيتي سرتيرو ۷۲ قيدي مظاهرچيان وژل.

بکر زياته وی چې دوی به نور معلومات هم شريک کړي چې کله د هيواد نه محفوظ ووځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG