د لاسرسي ځای

تازه خبر

د معمر قذافي ملاتړي وایې، د یاغیانو مقابله به کوي.


په بن غازي کې یاغیان د جمعې مونځ ادا کوي.
په بن غازي کې یاغیان د جمعې مونځ ادا کوي.
د معمر قزافي ویاند وایی د نوموړي ملاتړي به د یاغیانو هاغه خبرداري و نه مني چې ګيني د خالي د ورځې پورې له جګړې لاس واخلي او یا دې د برید سره مخامخ شي.


د قذافي ویاند موسی ابراهیم ایسو سی ایټيډ پریس خبري اژانس ته ويلي هیڅ عزت داره قام به د وسله والو د ډلې خبرارې قبول نه کړي.


یاغاینو په سرت ښار او خوا او شا کلیوالو سیمو کې د قزافي ملاتړو ته دغه خبرادرې په 30م اګست هغه مهال ورکړې و ، چې د طرابلس سره نیږدې د نوموړي استوګن ځای ته په رسیدلو کې نیږدې وو.


د واک د انتقال قامي شورا مشر مصطفی عبدالجلیل دغه خبرارې ورکړې و، او وایې ، چې دغه موقع به د عیدالفطر رسمي رخصتي د ختمیدلو سره پای ته ورسیږي.

که د خالي د ورځې پورې ، داسې څه واضحې اشارې نه وي چې د قذافي ملاتړي به یاغیانو ته ځان وسپاري ، نو دوي به فیصله کن ګام اخلي، څو په پوځي ډول مسله ختمه کړي ، او زیاتوي، داسې نه کول غواړي ، خو نور ورته صبر نه شو کولی.

بل لورې نیټو وایی د سرت په خوا او شا سیمو کې یی هدفونه په نښه کړي دي.


د اروپآي ټولنې د بشري چارو دفتر وایی په سرتې ښار کې د قزافي ملاتړو ترابلس ته د اوبو د رسد په دریو کې دویمه برخه اودرولې.


د یاغیانو د یو مشر په خبره دا ورته معلومه ده ، چې فزافي چیرته پټ دې
د قذافي حکومت د غورځېدلو یوه هفته وروسته د طرابلس دوه ملینه خلک د اوبو او بجلۍ بغیر ژوند کوي. او ډير دوکانونه او بینکونه تر اوسه بند دي.
XS
SM
MD
LG