نن په پاکستان کې په سرکاري توګه اختر لمانځل کیږي.
تیر ماښام مرکزي رویت حلال کمیټۍ اعلان وکړ، چې دوي ته د ملک د بیلابیلو سیمو نه د میاشت د لیدلو شهادتونه تر لاسه شوي، نو ځکه د شورو په ورځ به په ټول ملک کې اختر وي.
د صوبه خیبر پښتونخوا په زیاتره برخو ، قبایلي سیمو او ګاونډي هیواد افغانستان کې د نهې یا سهشنبې په ورځ اختر وو. د تیر په رنګ دا ځل هم په پاکستان کې وړوکې اختر په دوو جلا جلا ورځو ولمانځل شو.
د مشال ريډیو خبريال وايي ، د نهې یا سهشنبې په ورځ د خيبرپښتونخوا په ډېری برخو پیښور چارسده، مردان ،بنو ، باجوړ ايجنسي ، شمالي وزيرستان او د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کي خلکو د وړوکي اختر لمنځونه ادا کړل ، ولې د صوبې حکومت د چارشنبې په ورځ اختر لمانځي.
د خيبرپښتونخوا په ځینو نورو سيمو لکه کوهاټ او سوات کې هم نن اختردې.
په کابل کي د مشال ريډيو خبريال وايي، پرون په ټول افغانستان کي د وړوکې اختر ولمانځل شو، او په سرکاري توګه هم د اختر اعلان شوی وو، بلخوا په سعودي عرب او یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو کې هم پرون وړوکې اختر وو.