د لاسرسي ځای

د پاکستان صدر اصف علي زرداري د چین په سفر دې.


د پاکستان د سرکاري میديا په خبره د پاکستان صدر اصف علي زرداري چې تېره ورځ د چین په درې ورځنۍ دوره دې هیواد ته رسیدلې، د سنکیانګ په ښار اورومکي کې یی تود هرکلې وشو.

نوموړې د چین، اروپا او ایشیای هیوادونو یو اقتصادي نمایش لپاره د ګدون لپاره تللې دې.

د نوموړي د استقبال لپاره د ارومقي مرستیال ګورنر ارکن توني یازي ، د چین نور سنیر چارواکي او په چین کې د پاکستان سفیر مسعود خان موجود وو.


د صدر زرادري سره په تللې وفد کې د خارجه چارو وزیره حنا رباني کهر، په ګډون یو شمېر نور وزیران شامل دي.


د دې دورې پر مهال نوموړي د کمیونسټ پارټۍ مشر سره ملاقات کړې او ژمنه یی کړې چې د ترهه ګرۍ ضد جګړې په لړ کې به د دې هیواد ټولې اندیښنې د لرې کولو هڅه کوي.


د دې دورې مقصد چې د دواړو هیوادونو تر مینځ د تجارت لارې پيدا کول دي، د چين مرستیال مشر لي کیک وانګ سره به هم ملاقات کوي. او د نورو چارواکو سره په ملاقات کې به د سرمایه کاري په زیاتولو هم خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG