د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د مخالفه ګوند په ملاتړو عملیات دوام لري.


په شام کې د مخالفه ګوند په ملاتړو عملیات دوام لري. ځاي اوسیدونکي وایي ځواکونو د حما په دوه ضلعو کې د ټينکونو سره په کورونو چاپې وهلي.


فعالینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي په شپه کې د ډذو غږ آؤریدل کیدل. یو بل ځای اوسیدونکي ویلي د درنو وسلو سره سنبال ګاډي د ښآر په شمالي داخلي سیمه کې راغونډ شوي.


د نهې په ورځ د وړوکي اختر په لومړنۍ ورځ په شام کې د احتجاج نور رپورټونه راغلي و. په شام کې فعالین وایی امنيتني قواؤ په مظاهرچیانو ډذې کړي چې پکې لږ تر لږه 7 کسان وژل شوي. په دې کې څلور کسان په دیرا کې او یو په هامز کې وژل شوې.


بلخوا د امریکا د خزانې وزارت د شام د بهرنیو چارو په وزیر او دوه نورو چارواکو باندې بندیزونه لګولې دي.
د خارجه وزیر ولید معلم ، صدراتي صلا کار بوتایهینه شابان، او په لبنان کې د شام سفیر علي عبدالکریم علي اثاتې منجمند شوي او د هغوي په تجارتي لین دین باندې بندیزونه لګول شوې دي.


د یوې اندازې سره سم د مارچ د میاشت راهیسې شورو شوي د صدر بشار الاسد پر ضد په مظاهرو کې تقریبا 2200 خلک وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG