د لاسرسي ځای

په شام کې نن د اختر په ورځ هم احتجاجونه وو


د سوریا ولسمشر بشارال اسد د کوچني اختر لمونځ ادا کوي

د سوریا ولسمشر بشارال اسد د کوچني اختر لمونځ ادا کوي

په شام کې نن د وړوکي اختر په لومړنۍ ورځ هم د نور احتجاج رپورټونه دي.
په شام کې فعالین وایی امنيتي قواو د دیره په ښار کې ، په مرکزي ښار هومز، او د دمشق په خوا او شا سیمو کې د اختر د لمانځه نه وروسته په مظاهرچیانو ډزې کړي دي. د فعالینو د یوې کمیټۍ په خبره په دې مظاهرو کې لږ تر لږه 6 کسان په دیره کې وژل شوي او یو بل هم په هومز ښار کې وژل شوی دی.

بل خوا امریکا وایي ، د شام د صدر بشار الاسد حکومت یواځې شوی دی . د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده ویکټوریه نیولینډ ويلي نړیواله ټولنه ټول په یو آواز د تشدد بندیولو غوښتنه کوي. د نوموړي دغه څرګندونې له هغې وروسته مخې ته راغلي چې د ترکي صدر عبدالله ګل او عربي اتحادیې په شام کې د تشدد ختمولو غوښتنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG