د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د چارواکيو وژونکي نيول شوي دي .




سید شاه سقیم - کندهار


د کندهار د ملي امنيت رياست کارکوونکيو په دغه ولايت کې د وسله والو د يوې ډلې په ګډون د پوليسو هغه افسر نيولى دى چې د کندهار په پخواني امنيه قومندان خان محمد مجاهد يې د ځانمرګي بريد پلان جوړ کړی وو. نيولو شويو کسانو منلې ده چې په کندهار کې زيات شمېر لوړ پوړې دولتي چارواکي او د خيريه موسسو بهرني کار کوونکي وژلي دي.

دوی وايي، چې په کندهار ښار کې د يو لړ چاڼيزو عمليات پر مهال د وسله والو هغه پېنځه کسيزه ډله نيولې ده چې په دغه ښار کې يې يو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي او د يو موسسې بهرنۍ ښځينه کارکوونکې وژلې وه .

نيولو شويو کسانو د کندهار د ملي امنيت د رياست په ودانۍ کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ومنله چې په کندهار کې د ناامنيو په بېلابېلو پېښو کې لاس درلود .
په نيولو شويو کسانو کې د پوليسو يو تن افسر عطا محمد هم شامل دى چې وايي ځانمرګى بريد کوونکى مې د پوليسو په موټر کې د کندهار امنيه قومندانۍ ته يووړ او هلته يې د کندهار پر امنيه قومندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد باندې ځانمرګى بريد وکړ.

په موټر کې يې واسکټونه راوړل ، بيا ترنګ پله ته لاړه ، له هغه ځايه د ښار شهيدانو چوک ته راغلو وروسته مونږ ځاى ته لاړو ځانمرګى مي په موټر چې قومندانۍ ته يوو او هغه بيا ځانمرګى بريد وکړ، ما اته کاله په پوليسو کې دنده ترسره کړې ده يوازې همدغه يوه تېرتنه راڅخه شوې ده اوس له دولت او د مجاهد له کورنۍ بخښنه غواړم

د ملي امنيت رياست کار کوونکي وايي چې د وسله والو په نيول شوې ډلې کې د امان الله په نامه يو هغه کس هم شامل دى چې په دوه زره اتم مېلادي کال کې يې د کندهار پر زندان بريد کړى وو چې په پايله کې يې زر تنه بنديان تښتېدلي وو .
امان الله د خپلو خبرو پر مهال وويل چې د کندهار پر زندان بريد ده په خپله او شپږو نورو ملګرو يې کړى وو ،
دده په خبره دغه بريد يو تن پاکستاني چې له چمن څخه راغلى وو طرحه کړى وو .
په دې سربېره د نيولو شويو کسانو له ډلې د عبدالرحمان په نامه يو کس وايي چې څه موده وړاندې يې په کندهار کې د يوې خيريه موسسې يوه بهرنۍ کار کوونکې تښتولې او وژلې وه .

مونږ څلور کسه وو چې د کندهار له ناخوني سيمې څخه په توره سراچه موټر کې راغلو د کندهار په کاريز بازار سيمه کې مي يو خارجي ښځه له يو دفتر څخه را ووايسته. بيا مو پاشمول سيمې ته يووړه او اوو ورځې وروسته مو په يو باغ کې وويشته

د کندهار د ملي امنيت رياست کار کوونکيو څو ورځې وړاندې هم په کندهار کې د ځانمرګي بريد کوونکيو د روزنکيو او هدفي وژونکيو يوه ډله نيولې وه.

په نيوله شوې ډله کې هغه کسان هم شامل وو چې په پټکيو کې د چاودېدونکيو توکو له تړلو وروسته يې د کندهار د علماوو شورا رييس مولوي حکمت الله حکمت او د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي وژلى وو .
XS
SM
MD
LG