د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چین کې ۱۰ نور کانکیندونکي ژوندي راووېستل شو


ژغورونکي کان کیندونکي ژوندي راباسي
ژغورونکي کان کیندونکي ژوندي راباسي
په چين کي نورلس د کويلي کان کندونکي چي د يوي ونۍ راهسی د زمکي دننه په سلاوي غار کي ګير وو راوستل شويدي.

د چين په سرکاري سي سي ټي باندي ښودل شوي ويډيو کي ښکاري داسي چي په ظاهره د دغه کاکندونکو صحت روغ دي. د دي کسانو د ژوندي موندلو اميد هغه وخت پيدا شو کله چي د تير اتوار په ورځ په يوه ژور سلاوي غار کي دي کسانو ته د تازه هوا رسولو لپاره دري سوه ميټره وږد پايپ ورسولي شو ، د دي وروستو د دغه کسانو اوازونه واوريدل شو.

د ژنهوا خبري اژانس له مخي په کال ۲۰۰۷ کي د دغه کان د بندولو حکم ورکړي شوي وو خو د اجازته بغير دغه کان د اګست د مياشتي په شپاړسمه بيا پرانستلي شو.

د نړۍ په ګډون په پاکستان کې هم هر کال ګڼ شمېر کان کیندونکي د کان راوېستو په پېښو کې مري.خو په پاکستان کې دنورو هیوادونو په پرتله د جدیدو آلاتو د کمي له وجې د کان په پېښو کې زیات تاوان رسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG