د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چین کې ۱۰ نور کانکیندونکي ژوندي راووېستل شو


په چين کي نور لس د کويلي کان کیندونکي چي له يوې اونۍ راهیسی د زمکي دننه په سلاوي غار کي ګير وو راوېستل شويدي.

د چين په سرکاري سي سي ټي باندي ښودل شوي ويډيو کي ښکاري داسي چي په ظاهره د دغه کان کیندونکو صحت روغ دي. د دې کسانو د ژوندي موندلو اميد هغه وخت پيدا شو کله چې د تير اتوار په ورځ په يوه ژور سلاوي غار کې دې کسانو ته د تازه هوا رسولو لپاره دري سوه ميټره اوږد پايپ ورسول شو ، د دې وروستو د دغه کسانو اوازونه واوريدل شو.

د ژنهوا خبري اژانس له مخي په کال ۲۰۰۷ کي د دغه کان د بندولو حکم ورکړي شوي وو خو د اجازته بغير دغه کان د اګست د مياشتي په شپاړسمه بيا پرانستل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG