د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې بمي چاودنې دوه تنه وژلي


به کراچۍ کې پولیس د هغه ځای کتنه کوي چې نن پکې چاودنه وشوه.د اګست ۳۰ مه نېټه ۲۰۱۱م کال
به کراچۍ کې پولیس د هغه ځای کتنه کوي چې نن پکې چاودنه وشوه.د اګست ۳۰ مه نېټه ۲۰۱۱م کال
په کراچۍ کې نن سهار په یو بمي چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د مشال ریډیو خبریال وايي دغه چاودنه په ابو الحسن اصفحاني روډ په یو موټر سایکل د پټ شویو چونکو توکیو څخه شوېده، چې پکې په موټر سایکل سپور کس او یو لاروی وژل شوی دی ، او دوه پولیس یې ژوبل کړي دي.

په کراچۍ کې د وړوکي اختر له وجې سخت امنیتي ګامونه هم پورته کړل شوي دي، او په سړوکونو او مهمو ځایونو د پولیسو شمیر زیات کړل شوی دی.
XS
SM
MD
LG