د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د پښتونخوا په ګڼو سیمو او افغانستان کې اختر دی


نن د خيبرپښتونخوا په ډېری برخو او ځینو قبايلي سيمو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ لمانځل کيږي. خو صوبایي حکومت د اختر کولو اعلان نه دی کړی.

د مشال ريډیو خبريال وايي په چارسده، مردان ،بنو ، باجوړ ايجنسي ، شمالي وزيرستان او د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کي خلکو د وړوکي اختر لمنځونه ادا کړل.

د خيبرپښتونخوا په ځینو نورو سيمو لکه کوهاټ او سوات او دغه ډول د پاکستان په ډېرو نورو سيموکي اختر نشته.

په کابل کي د مشال ريډيو خبريال وايي، نن په ټول افغانستان کي د وړوکي اختر ورځ لمانځل کيږي او په سرکاري توګه هم د اختر اعلان شوی دی . بلخوا په سعودي عرب هم نن وړکی اختر لمانځل کېږي.
XS
SM
MD
LG