د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایم کیو ایم دې له لګول شوو تورونو خپل ځان سپین کړي


د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان د پاکستان له ستر عدالت(سپریم کورټ) څخه غوښتنه کړې چې په کراچۍ کې دې د اخ وډب په اړه پلټنې د ۲۰۰۷ م کال د ۱۲ مې له پېښې څخه پیل کړي چې دده په خبره له هغې په دغه ښار کې د بیلا بیلو قامونو ترمنځ د اخ وډب پېښې زیاتې شوې دي او پکې په سلګونه بې ګناه خلک ووژل شو چې اکثریت پکې پښتانه وو.


اسفندیار خان زیاته کړه، چې د دوی ګوند به په سپریم کورټ کې د ۱۲ مې د پېښې او نورو هدفي وژنو کې د پښتنو د قتل عام مقدمه وړاندې کوي.

اسفندیارد متحده قامي مومېنټ د مشرالطاف حسین لخوا د پښتنو د وژنې پر څرګندونو له هغه څخه غوښتنه کړې چې په دې اړه خپل سپیناوی وکړي.

د اې این پي مشر وویل که د ۱۲ مې پېښې ته وکتل شي نو دې د کراچي والو پر ژوند ډېر لوی اغیز کړی دی او لویه تبدلي یې راوستې ده.او د ۱۲ مې د ورځې پېښې د فساد او تاوتریخوالي لویه جرړه ده او کله چې دې جرړې ته ونه ورسېږو ،تش د ونې د څانګو په پرې کول مسله نه حلېږي.

د سېند صوبې د پخواني سینېر وزیر ذوالفقار مرزا د لګول شویو تورونو په اړه اسفندیار خان وویل ،چې دا ډېر سنجیده تورونه دي او ډاکټر ذوالفقار ته پکار ده چې خپل الزامات عدالت ته وړاندې کړي.

نوموړي د متحده قامي مومېنټ د مشرالطاف حسین لخوا د پښتنو د وژنې پر څرګندونو له هغه څخه غوښتنه کړې چې په دې اړه خپل سپیناوی وکړي.
اسفندیار وايي تر اوسه به پر ایم کیو ایم د وژنو تورونه لګول کییدل خو اوس په لومړي ځل د دوی پر مشر الطاف حسین هم دا تور لګول شوی چې ویلي دې دی د پښتنو قتل عام نشي درولای.

نو ځکه عوامي نېشنل پارټۍ د ایم کیو ایم له مشر تابه څخه دا غوښتنه کوي چې میډیا ته دې د دغه لګول شویو تورونو سپیانوی وکړی.او د پښتنو تسلي دې وکړي چې دا خبره غلطه ده.

د اې این پي مشر وویل، چې دوی په کراچۍ کې د روانو عملیاتو حمایت کوي خو که چېري په اپریشن کې د خوښې او نا خوښې سیمې وټاکل شي نو بیا به د دوی ګوند پر خپله فیصله غور کوي .دی زیاتوي چې د عملیاتو غوښتنه له لومړۍ ورځې څخه د دوی ګوند کوي چې بې له توپیره دې د هرچا پر خلاف اپرېشن وشي.او په هره سیمه کې دې وشي.له خبریالانو سره په خبرو کې هغه زیاته کړه چې که وکتل شي نو په کراچۍ کې اول اپرېشن د پښتنو له سیمې پیل شو او اې این پي هیڅ اعتراض ورباندې ونکړ.
XS
SM
MD
LG