د لاسرسي ځای

د بغداد په یو جومات کې له چاودنې ۲۸ کسان وژل شوي


د عراق د پلازمېنې بغداد په یوه جومات کې د ځانمرګي برید پر مهال لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.

برید په پلازمېنه کې د سونیانو په تر ټولو لوی جومات کې شوی دی. په دې حملې کې د پارلېمان یو غړی خالد ال فهدوي هم وژل شوی دی. چارواکي وايي ځانمرګي تېره ورځ ځان د ام القره جومات دننه د لمانځه پر مهال والوزاوه. تر اوس د برید پړه چا نه ده منلې.

دا جومات د سونیانو د اوقاف سر دفتر وو چې په هېواد کې د سونیانو مذهبي ځایونو ته پام کوي او برقرار یې ساتي. د روانې میاشتې په ۱۵مه هم په عراق کې د ځانمرګو او موټر بمي بریدونو د لړۍ پر مهال لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي ول.
XS
SM
MD
LG