د لاسرسي ځای

په امریکا کې د آیرن توپان زور په کمیدو دی


امریکايي ولسمشر باراک اوباما ویلي د آیرین په نوم توپان د کمزوري کېدو په حال کې دی خو اوس هم په خپله لار کې ټولنو ته خطر ولاړوي.

له سپینې ماڼۍ اوباما امریکايي ولس ته یوه لنډه وینا وکړه: ((که څه هم توپان کمزوری شوی دی او د شمال په لور روان دی، خو دا اوس هم یو خطرناکه توپان دی چې سختو بارانونو ورولو ته یې دوام ورکړی دی. ډېر امریکايان اوس هم د برېښنا د نشتوالي، او سېلاوونو له خطر سره مخامخ دي چې دا په راتلونکو ورځو کې لا نور بدېدای شي ځکه چې سیندونه له خپلو غاړو هم زیات پراخېږي.)) د نیو یارک په ګډون زیاتره سیمې ښکاري چې له هغه تاوانه بچ پاتې شوې دي چې اټکل یې کېده.

د آیرین په نوم د دې توپان له کبله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي او د امریکا د شمالي کارولاینا تر نیو انګلینډ پورې په میلیونونه خلک بريښنا نه لري.
XS
SM
MD
LG