د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې د سزا شویو امریکایانو د وکیل اپیل



په ایران کې د جاسوسۍ په تور د سزايي شویو دوو امریکايانو وکیل ویلي د هغوی د سزا پر ضد یې اپیل کړی دی.

دې امریکايانو ته د اتو، اتو کالونو د بند سزا اورول شوې ده. د دوی وکیل مسعود شفیع وايي لا هم هیله من دی چې دا کسان به وبخښل شي.

د دې امریکایانو نومونه شېن بویر او جوش فتال دي. دوی ته تېره اوونۍ سزا واورول شوه او وکیل یې لا نه دی وړ شوی چې له دوی سره وویني.

دواړه امریکايان سره د یوې بلې امریکايي ښځې سېرا شراوډ د ۲۰۰۹ز کال د جولای په ۳۱مه د ایران و عراق له پولې سره نیول شوي ول. سېرا شراوډ د پینځه لکه امریکايي ډالرو په ضمانت خوشې کړل شوه خو شېن بویر او جوش فتال ته ایران ته په ناقانونه توګه د داخلېدو او جاسوسۍ په تور د اتو، اتو کالونو سزا واورول شوه.

دا سزا د دې کسانو د ملاتړیو لپاره د صدمې په توګه مخې ته راغله او هغوی هیله من ول چې دوی به خوشې کړل شي. دواړه کسان وايي دوی چکر وهونکي ول په غلطۍ ایران ته تللي ول، او جاسوسي یې نه کوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG