د لاسرسي ځای

د پاکستان د ګډوډۍ لس کاله


پاکستان کې بمي چاودنې ،ځانمرګي بمي بریدونه وهدفي وژنې او سړي تېښتونې اوس یو معمول ګرځېدلی دی.

پاکستان کې بمي چاودنې ،ځانمرګي بمي بریدونه وهدفي وژنې او سړي تېښتونې اوس یو معمول ګرځېدلی دی.



سرچینه : ایجنسۍ فرانس پریس
ژباړه : بوریوال کاکړ ، مشال ریډیو


ایجنسۍ فرانس پریس په یوه رپوټ کې لیکي چې د ۲۰۰۱ لومړي کال د سپټمبر پر ۱۱مه نېټه په امریکا کې د ترهګرۍ تر پېښو وروسته د ترهګرۍ پر ضد جګړې ایټمي وسله لرونکی ملک پاکستان پر ګونډو کړی دی. دا ملک اوس په دومره مشکلاتو کې راګیر دی چې په خپل څلورشپېته کلن تاریخ کې یې بېلګه نه لیدل کیږي.

د ایجنسۍ فرانس پریس دا رپوټ لیکي چې د ۱۱م سپټمبر تر پېښو سم دستي وروسته داسې احساس شوه چې د نړۍ بڼه د تل لپاره بدله شوه. او پاکستان ځکه د توپان په سترګو کې ښکارېدی چې لسګونه کلونه یې د خپلو ګټو لپاره د ترهګرو ډلو پر روزلو تېر کړي وو.

رپوټ د ترهګرۍ د جګړې او د دې جګړې د اغېزې په اړه د لیکوني امتیاز ګل له خولې لیکي ، د ۱۱م سپټمبر تر پېښو وروسته په سم دستي توګه ده دا فکر کړی وو چې پاکستان له نورو مشکلاتو سره مخامخېدونکی دی.

امتیاز ګل وايي ، ده دا وېره لرله چې دا پېښې به پاکستان له داسې بدامنۍ سره مخامخ کړي چې پخوا یې ساری نه وو.

رپوټ لیکي ، د پاکستان د هغه وخت ولسمشر پروېز مشرف په دې کې بیخې لږ وخت واخیست چې د واشنګټن له خوا پر پاکستان تپل شوي شرطونه ومني او د ترهګرۍ پر ضد د جګړې لپاره هغوي ته د خپلو هوايي اډو او خاورې د کارولو د اجازې تر څنګ د نورو مرستو وړاندیز وکړي.

رپوټ زیاتوي ، چې کله امریکا د جګړې لپاره تیاري پای ته رسوله نو پاکستان له خپلو ملګرو طالبانو څخه وغوښتل چې له اسامه بن لادن څخه لاس واخلي او پوځي عملیاتو ته لاره هواره نه کړي.

د رپوټ په لیکنه ، په افغانستان کې د امریکا له خوا د جګړې تر پیل څو اونۍ وروسته اسامه بن لادن ، د هغه ملګري ایمن الظواهري او طالب مشران له افغانستان څخه وتښتېدل او د پاکستان په قبایلي سیمو کې یې د شوروي اتحاد پر ضد له جنګېدلې سخت دریځه ډلې سره پناه واخیسته.

هغوي هلته بیا سره راغونډ شو ، په افغانستان کې د یاغیتوب لپاره یې کمېپونه جوړ کړل او د القاعده شبکې له خوا د ترهګرو بریدونو لپاره یې له ټولې نړۍ څخه د ځوانانو د روزلو کار پیل کړ.

ایجنسۍ فرانس پریس لیکي ، هم دا وجه ده چې په تېرو لسو کالو کې پاکستان په خپل څلورشپېته کلن تاریخ کې تر ټولو نا ارامه شو.

رپوټ زیاتوي ، په پاکستان کې اورپکو له هغه وروسته د جګړې اعلان وکړ چې پاکستانیو ځواکونو د دې ملک په پلازمېنه اسلام اباد کې له سره جومات څخه د ۲۰۰۷م کال په جولايي کې هغه سخت دریځي وځپل چې د نفرت تبلیغات یې کول.

رپوټ لیکي ، د ایجنسۍ فرانس پریس له شمېر سره سم له هغه وخته را وروسته په شاوخوا پنځه سوه بمي چاودنو کې څلور زره شپږ سوه کسان وژل شوي دي . او چې کله په روان کال کې داسې ښکارېده چې حالات مخ پر خرابېدو دي نو په داسې حال کې امریکا اسامه بن لادن د پاکستان د ایبټ اباد په ښار کې وموندی او ویې واژی.

رپوټ د ً طالبان ً په نامه د مشهور کتاب د لیکوال احمد رشید له خولې لیکي ، په دې کې شک نشته چې نن سبا پر پاکستان تر ټولو خراب وخت دی . او د هغه په خبره دا جګړې چې ترهګري او فرقه واریت یې رامنځ ته کړی دی د پاکستان د بشپړه یوازې پاته کېدو لامل دی او دا وخت په پاکستان کې نسلي یاغیتوب هم لوړې کچې ته رسېدلی دی.

رپوټ لیکي ، د پاکستان تر ټولو لویه سیاسي تېروتنه دا وه چې پوځ او استخباراتي ادارو یې افغان طالبان سره راغونډ کړل او منظم کړل. او هم دا د پاکستانیو طالبانو د رامنځ ته کېدو سبب شو.

اوس پاکستان ادعا کوي چې د ترهګرۍ پر ضد په جګړی کې تر ټولو زیات زیانمن شوی دی چې د حکومتي چارواکو په وینا له ۲۰۰۱م لومړي کاله راپه دې خوا یې پنځه دېرش زره کسان وژل شوي ، پوځ یې وايي درې زره نولس عسکرو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

او د ناورین د نړیوالې ادارې د ۲۰۱۰م کال له رپوټ سره سم په پاکستان کې د تاوتریخوالي او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د جګړې له امله تر دېرش لکه زیات کسان بې کوره شوي دي.

رپوټ د ژورنالسټ زاهد حسېن له خولې لیکي چې په کشمیر کې د هند پر ضد او افغانستان د سټرېټیجکي ژورتیا په توګه د کارولو لپاره چې پاکستان کومې جهادي ډلې جوړې کړې وې هغوي اوس د خپلو ټوپکو نلۍ په پاکستان کې دننه د خپلو ملګرو پر لور ورګرزولې دي. او پاکستان د بې ثباتۍ له یو سخت خطر سره مخامخ دی.
XS
SM
MD
LG