د لاسرسي ځای




سید شاه سقیم - کندهار


د افغانستان په زابل ولايت کې تېره ورځ د ولايتي بيا رغونې د پروګرام پر دفتر ډله ييز ځانمرګي بريدونه شوي وو چې درې ساعته يې دوام کړى دى ، بله خوا بيا په هلمند کې چارواکي وايي چې دغه ولايت کې د يوې نښتې پر مهال بهرنيو سرتېرو دولس تنه وسله وال طالبان وژلي .


احاساس زياتوي چې دوو تنو ځانمرګيو بريد کوونکيو غوښتل د زابل د ولايت مقام ته ننوزي خو پوليسو يې مخه نيولې يوه يې وسلو سره ژوندى نيولى او بل يې تښتېدلى چې دا مهال يې هم د نيولو په موخه پلټنې روانې ده .

د زابل د امنيتي چارواکيو په خبره د پوليسو او ځانمرګيو بريد کوونکي تر مېنځ په دغه درې ساعته جګړه کې د يوې ښځې په ګډون درې تنه عام وګړي او دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي دي خو افغان پوليسو ته پکې کوم ځاني زيان نه دى اوښتى .

په جنوب لودېزه حوزه کې د ملي پوليسو د څلور سوه څلور ميوند زون قومندان جنرال محمد سالم احساس وايي چې څلورو تنو ځانمرګيو د ولايتي بيا رغوني د پروګرام پر دفتر بريد کړى دوه يې چاودېدلي ، يو يې ژوندى نيولى شوى او بل يې په تېښته بريالى شوى دى .

” دوو تنو يې ځانونو ته انفجار ورکړى دى، يو يې د پي ار ټي د دفتر په دېوال ځان چولى او بل دننه ، يو تن چې د ولايت مقام ته روان وو پوليسو له وسلو سره نيولى دى ، او يو بل بيا په ټپي حالت کې تښتېدلى دى ، پوليس اوس د تښتېدلي ځانمرګي پلټنه کوي “

احاساس زياتوي چې دوو تنو ځانمرګيو بريد کوونکيو غوښتل د زابل د ولايت مقام ته ننوزي خو پوليسو يې مخه نيولې يوه يې وسلو سره ژوندى نيولى او بل يې تښتېدلى چې دا مهال يې هم د نيولو په موخه پلټنې روانې ده .

دده په خبره په دغه پېښه کې د يوې سپين سرې ميرمنې په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي .

د افغان دولت مخالف طالبان بيا وايي چې د ولايتي بيا رغوونې پر دفتر بريد دوى کړى دى ،

قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي چې په دغه بريد کې يې د شلو په شا و خوا کې بهرني او کورني سرتېري وژلي دي .

ها خوا بيا د هلمند ولايت چارواکي وايي چې تېره ورځ نا وخته د دغه ولايت په واشير ولسوالۍ کې د امريکا د سمندري ځواکونو او وسله والو طالبانو تر مېنځ نښته شوې ده چې پکې دولس تنه وسله وال طآلبان وژل شوي او يو تن قومندان يې په ټپي حالت کې تښېدلى دى.

د چارواکيو په خبره د وسله والو ټپي شوى قومندان ملا سلام نومېږي چې وخت نا وخته به يې په دغه سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي کتارونو بريدونه کول .

تر اوسه پورې د افغان دولت مخالفو طالبانو په دې اړه څۀ نه دي ويلي .
XS
SM
MD
LG