د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ښځې پرله پسې ځورول کېږي


مختارا مايي هم یو له هغو ښځو څخه وه چې د پاکستان په ملتان کې ډله ییز جنسي تېري ورباندې وشو.
مختارا مايي هم یو له هغو ښځو څخه وه چې د پاکستان په ملتان کې ډله ییز جنسي تېري ورباندې وشو.


ایکسپریس ټرایبیون لیکي، په اسلام اباد کې په یو سیمینار کې ښځو پر دې زور راوړو ، باید په دغه هیواد کې د ښځو د حقوقو خوندي ساتلو لپاره کوټلې قانون سازي وشې.

په ایکسپریس ټرایبیون کې سهرش واصف لیکي، په پاکستان کې د تعلیم او پوهې کمې، هغه په یو څو وجوهاتو کې دي، چې له عمله یې ښځي د یو شمیر مشکلاتو سره مخامخ دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د یو شمیر پوهنتونو نه راغلې ښځو استاذانو په دغه هیواد کې د ښځو د کار او ژوند په اړه په یو سیمینار کې وویل، د دوی په ټولنه کې اوس هم داسې خبرې شته ، چې له کبله یې ښځې نشي کولی ، خپل ژوند په اسانه تیر کړي.

دغه سیمینار چې د امریکن انسټیټیوټ اف پاکستان سټډیز په مرسته تر شو، پکي ښځو اوستاذانو او څیړونکو په پاکستان کې د ښځو په ژوند خپل کار د یو بل سره شریک کو، او پر دې یې خبرې وکړي ، څنګ په دغه هیواد کې د دوي مسلې هواري شي، او په اړه یې کوټلې قانون سازي وشي.

د فاطمه جناح د ښځو د پوهنتون عدیله رحمان په پنجاب کې د ښځو په مسلو د خپلې څیړني په اړه وویل، په دغه صوبه کې په کلو کې زیاتره ښځي چې د لاسو کار کوي او دا شان خپل وخت پرې تیروي، خو د خپل کار له اهمیته نه وي خبر.

د کراچۍ یونیورسټۍ نه عالیه بلګرامي چې په پاکستان کې یې په قیدي ښځو تحقیق کړی وایې، دغلته ښځې د خپلو حقوقو نه ندي خبر ، او اکثره په داسې جرمونو کې د قید له سزا ه تیریږي ، چې دوی کړی هم نه وي. عالیه بلګرامي زیاتوي، د پولیسو په حراست کې ۵۵ نه تر ۶۰ فیصدي پورې ښځې د جنسې زور زیاتي نه تیریږي، او د سړو پولیسو لخوا پرې تشدد هم کیږي.

عالیه په دغه سیمینار کې د ښځو قیدیانو چې د یو شمیر مشکلاتو نه تیریږي وایې، ډیرو ښځو ته دا پته هم نه وي چې دوی ته یې د کوم قانون لاندې سزا ورکړي، او په دغو کې د نشيي توکو استعمال هم ډیر دی.

د خپل تحقیق په اړه عالیه وایې، په کراچۍ جیل کې زیاتره ښځي د ماشومانو او نشيي موادو په سمګلنګ کې نیول شوې دي، او زیاتوي، په ښځو پولیس تاڼو کې هم د ښځو قیدیانو لخوا تشدد کیږي.

څیړونکې عاصمه فاطمه د خپل تحقیق چې په کورونو کې پر ښځو د تشدد په اړه کړی ، وایې، په پاکستان کې قانون د هغه ښځو مسلې نشې هوارولی ، چې په کورونو کې د تشدد نه تیریږي، او باید حکومت په دغه اړه کوټلې قانون سازي وکړي.

په پاکستان کې د کم عمره نجونو ودونه کیږي، چې وروستو ورسره د سخرګنۍ لخوا ناروا سلوک هم کیږي، او بیا ښځی پر دې هم نه دي خبرې ، چې د خپل ځان او حقوقو به څنګ خیال ساتي.
XS
SM
MD
LG