د لاسرسي ځای

آیرین توپان د ویرجینیا او نیویارک خوا ته مخه کړه


د نیویارک ښاروال مایکل بلومبرګ وايي چې د ائرین په نامه توپان د امریکا تر ټولو زیات نفوس لرونکي ښار ته رسېدلی دی.

مایکل بلومبرګ پر هغو خلکو چې په خطرناکو سیمو کې ژوند کوي او لا تر اوسه وتلي نه دي ږغ کړی چې په خپلو کورونو کې دننه پاته شي.

مایکل بلومبرګ د نیویارک د ښار له لاندې پرتو سیمو څخه شاوخوا درې لکه اویا زره کسانو ته د وتلو او د ټرانسپورټ نظام د تړلو امر کړی وو.

د ائرین په نامه توپان پرون ناوخته له شمالي کېرولینا سره تر ټکر وروسته ویرجینیا او بیا نیویارک ته مخه وکړه.

تر اوسه د اوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی چې لامل یې هم دا توپان ګڼل کیږي. د آئرین په نامه له دې توپان سره داسې باد ملګری دی چې په یو ساعت کې یو سل څلوېښت کلومیټر مزل وهي .
XS
SM
MD
LG