د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند حکومت د انا هزارې غوښتنې ومنلې


انا هزارې له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې په نهرناسته وو .
انا هزارې له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې په نهرناسته وو .
اسرار عالم مهمند - پراګ

په هند کې له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې د حکومت د درغلیو پر ضد پر نهره ناست انا هزارې نن له هغه وروسته خپل نهره پای ته رسولي چې حکومت یې غوښتنو ته غاړه کېښوده.

۷۴ کلن انا هزارې غوښتل چې په هند کې دي د درغلیو پر ضد یوه داسې څارګره اداره جوړه شي چې د وزیراعظم په ګډون پر ټولو حکومتي پام وساتي. د دي ترڅنګه داسي يوه اداره جوړه کړي شي چي د ولس مسايل په کي واورول شي او چي کوم افسران چې له دې څخه سرغړونه کوي نو پرضد يي ګامونه واخیستل شي او دریم دا چي مرکزي حکومت او ټول دولتي چارواکي د دې بل په دايره کي راوستل شي.

د نهرناستې (د نه خوړو هړتال) تر ختمولو وروسته انا هزارې د نوي ډیلي په رام لیلا میدان کې په زرګونه ملاتړکونکو ته وویل، کوم بریالیتوب مو تر لاسه کړ هغه ستاسو بریا ده ، هغه د دې ټولو بریا ده چې دلته ولاړ دي ، تاسو ټولو چې په تېرو دیارلسو ورځو کې کوم زهمت واېستی د هغه مېوه به ټول هند ته رسیږي ،. له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې میډیا شپه او ورځ د ټول هند ولس خبر ساتلی ،د دوی هم مننه کوم.


د انا هزارې یو ملاتړي پراشانت بوشان وویل ، دا ورځ په هند کي د جمهوريت د ګټي ورځ ده .زما په فکر دا د هند د ډيموکريسۍ لپاره ډيره مهمه ورځ ده ، پارليمان چي د ولس نمايندګي کوي د ولس غږ يي واوريدو.د اوږدي مودي راهسي موږ وينو پارليمان په ځانګري توګه قوانين او تګلارې جوړه وي او د ولس غوښتنې په کي نه اورېدل کېږي خو اوس پارليمان په لومړي ځل د دوی ږغ واورېدی.

د انا هزاري یو بل پلوي اروند کجريوال وویل،چې د هغه ټولو سياسي ګوندونو او خلکو ډيره مننه چي سړکونو ته راوتل او په حکومت يي زور راوړو چي د دوی غوښتني ومني . نن څه چې هم وشو دا زموږ د هيوادوالو لپاره لويه ګټه ده،د ازادۍ نه واخله تر دې دمه پوري چې څومره هم قوانين جوړ شوي.د هغې په جوړولو کې ولس نيغ په نيغه برخه نه ده اخیستې او په دې وروستيو شپږ و مياشتو کي په ټول هند کې خلکو د جان لوک پال بل په هر ه برخه باندي په تفصيل سره خبري کړي دي ، وړاندي به قوانين په پارليمان کي جوړيدل او په موږ به په زوره منل کيدل


په هند کي د درغلیو ضد مبارز انا هزارې په ۱۶ اګست نهرناسته (د لوږې هړتال) شورو کړی وو او د دغه هيواد د حکومت لخوا د مطالباتو منلو وروستو يي نن خپل بهوک هړتال ختم کړو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG