د لاسرسي ځای

تازه خبر

عربي ټولنې په سوریا کې د تشدد ختمولو غوښتنه کړې


عربي ټولنې په سوریا کې د روانې خونرېزۍ د پای ته رسولو غوښتنه کړېده او د دې هیواد پر رژيم یې زور راوړی چې د سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو لپاره ولسي هیلو ته درناوی وکړي.

عربي ټولنې نن د بهرینو چارو د وزیرانو ترخپلې مهمې غونډې وروسته په خپاره کړي بیان کې ویلي چې د ټولنې عمومي مشر نبیل العربي به شام ته ځي چې د ستونزو د هواري لپاره وړاندیز وکړي.

خو د ولسمشر بشر الاسد د رژیم او مظاهره چیانو تر منځ د روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د دې وړاندیز د څرنګوالي په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې په سوریا کې د روان کال د مارچ په میاشت کې د پیل شوي پاڅون په ترڅ کې د رژیم له خوا پر مظاهره چیانو د چاپو په لړکې تر دوه زره زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG