د لیبیا له پلازمېنې طرابلس څخه رپوټونه وايي چې د اوږدمهاله واکمن معمر قذافي له لرې کېدو سره سم داسې ښکاري چې بشري ناورین رامنځ ته کیږي.
رپوټونه وايي چې هلته د دارو ، سونګ موادو ، خوراکي توکیو ، اوبو او د برېښنا کمی دی. د ښار په کوڅو کې هر ځای ګندونه لیدل کېږي.
رپوټونه دا هم وايي چې هلته د هغو کسانو مړي هم پراته دي چې د معمر قذافي د ځواکونو او مخالفو یاغیانو تر منځ د طرابلس د نیولو په جګړه کې وژل شوي دي.
په دې هیواد کې یاغي ځواکونه وايي چې که د معمر قذافي له پلوي ځواکونو سره یې خبرې اترې بریالۍ نه شوې نو د نوموړي پر پلارني ښار ً سرت ً به برید وکړي چې د هغه وروستی مرکز ګڼل کیږي.