د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستاني پولیس پر ماشومانو جنسي تېری کوي'


د پاکستان په لاهور کې ماشومان
د پاکستان په لاهور کې ماشومان
ژباړه: اسرار عالم مومند، مشال راډیو

سرچینه: اژانس فرانس پریس


د پاکستان د انګرېزي ژبې ورځپاڼې د فرانسې له خبري اژانس اې ایف پي یو رپورټ راخیستی چې په کې لیکل شوي په پاکستان کې هغه ماشومان چې له کوره د باندې په کوڅو کې ژوند تېروي، وهل کېږي او پر جنسي تېری کېږي.

په رپورټ کې لیکل شوي ځېنې ماشومان وژل کېږي هم.

د مقالې پیل د ندیم احمد په نوم د یوه کس له کیسې شوی دی.

پر ندیم احمد په وړکتوب کې جنسي تېری شوی وو او اوسمهال پخپله دی د نورو لپاره ماشومان سپلايي کوي او له دې لارې پیسې ګټي.

ندیم احمد وايي، ۱۲ کالن وو چې په لومړي ځل د جنسي تېري ښکار شو؛ او تر دې وروسته دا د ده دنده شوله.

ندیم وايي له کوره د باندې یې پر سړک درېیمه شپه وه چې یو پولیس راغی، دی یې له ځان سره روان کړ او بیا یې پر جنسي تېری وکړ. نوموړی وايي، ډېرې چغې یې ووهلې خو مرستې ته یې هيڅ کس رانغی.

نوموړي د دې دندې د خپلولو لپاره پولیس پړ وګرځول.

ندیم وايي له کوره د باندې یې پر سړک درېیمه شپه وه چې یو پولیس راغی، دی یې له ځان سره روان کړ او بیا یې پر جنسي تېری وکړ.

نوموړی وايي، ډېرې چغې یې ووهلې خو مرستې ته یې هيڅ کس رانغی.

همداراز، دویم ځل پر د ده د ډلې مشر تېری وکړ او تر دې وروسته دې ته اړ کړل شو چې په دې ټولي کې له نورو ماشومانو سره ګډ شي.

ندیم وايي، چې کله ۱۴ کالن شو نو په بشپړ ډول ترې جنسي کاروباری جوړ شوی وو.

۶۰ فیصده ماشومان وايي چې دوی پولیسو د جنسي تېري ښکار کړي دي.

د خیریه ټولنو او ادارو تر مخې، ۹۰ فیصده هغه ماشومان د جنسي تېري ښکار شوي چې له کوره د باندې یې په لارو، کوڅو کې په ړومبي ځل شپه تېره کړې وي.

همدا راز، ۶۰ فیصده ماشومان وايي چې دوی پولیسو د جنسي تېري ښکار کړي دي.

د ایني شي اېټر هیومن ډیوېلپمنټ فاونډېشن (Initiator Human Development Foundation) په نوم اداره، چې د ماشومانو د خیر ښېګڼې لپاره کار کوي، مشر یې رانا اصف نومېږي.

بې کوره ماشومان له ډېرانونو بېلا بېل شیان ټولوي
دی وايي، په پاکستان کې هغه ماشومان چې له کوره بهر په کوڅو کې شپې کوي وهل کېږي، او پر جنسي تېری کېږي.

دی وايي، داسې ماشومان کله نا کله ووژل هم شي.

رانا اصف وايي: ((پولیس چې پر غاړه یې د ولس د ساتنې دنده وي، نو که هغه پخپله پر ماشومانو جنسي تېری کوي نو پوښتنه دا پیدا کېږي چې څوک به ولس خوندي کوي.))

په پاکستان کې د خیر ښېګڼې د ادارې ایدي فاونډېشن مشر انور کاظمي وايي، چې څومره مالومات یې را ټول کړي دي د هغې تر مخې ۶۰ فیصده ماشومان د پولیسو د جنسي تېري ښکار شوي دي.
ندیم وايي، یو وخت له خپل کاره تنګ شو او غوښتل یې چې دا دنده پرېږدي او د انځور کرۍ دنده پیل کړي. دی وايي، خو یو کال مخکې پولیسو زنداني کړ، کیمره یې ترې واخیسته او بیا یې پر جنسي تېری وکړ.

اې ایف پي خبري اژانس وايي: ((په پاکستان کې څه باندې ۱۷۰۰۰۰ ماشومان په لارو، کوڅو کې ژوند تېروي. په دوی کې زیاتره ماشومان داسې هم وي چې کورنۍ هم نه لري.

د رپورټ ترمخې، دا ماشومان چې لوی شي نو جنایت کاران شي، په نشو اخته شي او یا هم د اورپکو لاسو ته ځي.

ندیم چې جنسي کاروبار کوي وايي، یو وخت له خپل کاره تنګ شو او غوښتل یې چې دا دنده پرېږدي او د انځور کرۍ دنده پیل کړي.

دی وايي، خو یو کال مخکې پولیسو زنداني کړ، کیمره یې ترې واخیسته او بیا یې پر جنسي تېری وکړ.

ندیم وايي، تر هغې وروسته یې د انځور ګرۍ کار پرېښود او بیا یې دا ((ناولی)) کار پیل کړ؛ او اوس خپله یوه لویه ډله لري.

په مقاله کې د پاکستان د یوه چارواکي له خولې لیکل شوي: (( د ماشومانو د ساتنې قانوني لاسوند، له دوو کالونو راهیسې د کورنیو چارو په وزارت کې بند پروت دی.))

چارواکی زیاتوي، د پاکستان حکومت د دې هېواد د ماشومانو د ژوند په خوندي کولو کې جدي نه ښکاري.
XS
SM
MD
LG