بشیر ګواښ، مشال راډیو
پراګ - چارواکي د افغانستان په هېلمند او کندهار ولايتونو کې په درو ځانمرګو بريدونو کې پینځه کسان وژل شوي او ۴۳ ژوبل شوي دي.
يو ځانمرګی بريد د هېلمند په لشکر ګاه کې د يوه بانک مخې ته شوی چې چارواکي پکې تر دې دمه د څلورو کسانو د وژل کيدو او ۲۱ د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د يو بل خبر ترمخې، چارواکي وايي چې په کندهار کېد شنبې په غرمه د موټرو په وسيله شوي په دوو ځانمرګو بريدونو کې يو کس وژل شوی او ۲۲ ټپيان شوي دي.
د کندهار ولايت وياند زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته ويلي چې قربانيان ټول عام وګړي او په ټپيانو کې ١٣ ماشومان دي.
د جولای په میاشت کې امریکايي سرتېرو د هېلمند ولایت د مرکز لشکر ګاه د امنیت چارې افغان ملي اوردو او پولیسو ته وسپارلې.
تر دې وروسته په دې ولایت کې بیا د تاو تریخوالي لړۍ پیل شوه.
همدا راز، په کندهار کې هم د تاو تریخوالي او ترهګرۍ پېښې شوې دي چې په یوه پېښه کې د ولایتي شورا رییس او د ولسمشر حامد کرزي ورور احمد ولي کرزی ووژل شو.