د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طرابلس په کوڅو کې لسګونه مړي پراته دي


د طرابلس د ابو سلیم په ولسوالۍ کې له روغتونه د باندې مړي پراته دي.
د طرابلس د ابو سلیم په ولسوالۍ کې له روغتونه د باندې مړي پراته دي.
بوریوال کاکړ، مشال راډیو

پراګ
- رپوټونه وايي چې د لیبیا د پلازمېنې طرابلس په لارو کوڅو او روغتونونو کې په لسګونه مړي پراته دي.

دا کسان د معمر قذافي د پلوي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د جګړې په ترڅ کې وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې دا نه ده مالومه چې د وژل شوو کسانو شمېر څومره دی او دا کسان د قذافي ځواکونو او که یاغیانو وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یاغي ځواکونه پر طرابلس د واک لا ټینګولو او د معمر قذافي په لټه کې دي.

د معمر قذافي د اوسېدو ځای له هغه وروسته نه دی مالوم چې یاغیانو یې د تېرې سېشنبې په ورځ پر کور یرغل وکړ.

د معمرقذافي مخالف یاغي ځواکونو او نېټو د هغه پلرني ښار سېرتې ته پاملرنه زیاته کړېده.

د دې ښار په اړه ویل کیږي چې د معمر قذافي د ملاتړو وروستی مرکز دی او یاغیان یې پر لور په پرمختګ کې له مزاهمت سره مخامخ شوي دي.

ورځې مخکې یاغیانو د طرابلس زیاتره برخې ونیولې او تر هغې وروسته داسې رپورټونه راغلل چې د معمر قذافي زوی سیف الاسلام هم نیول شوی دی.

تر دې وروسته بیا سیف الاسلام د طرابلس کوڅو ته ووت او هلته یې ګزمه وکړه.

تر اوسه نه ده مالومه چې معمر قذافي چېرې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG