د لاسرسي ځای

په نایجېریا کې برید، بوکو حرام پړه واخیسته


د نایجېریا په پلازمېنه ابوجا کې د ملګرو ملتونو پر دفتر د شوي ځانمرګي برید پړه اسلامي سخت دریځه ډلې بوکو حرام پر غاړه اخیستې ده.

دا ډله په شمالي افریقا کې د القاعده شبکې وسله واله څانګه ده. پرون په رامنځ ته شوې دې پېښه کې لږ تر لږه اتلس تنه ووژل شو. د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د دې پېښې غندنه کړې ده. بان کي مون وايي: (( دا پر هغو خلکو یو برید وو چې خپل ژوند یې د نورو د مرستې لپاره وقف کړی وي او موږ د دې وېرونکي برید په کلکه غندنه کوو.)) بل پلو د نایجېریا ولسمشر ګوډلک جانتن هم د ملګرو ملتونو پر دفتر تر سره شوی دا ځانمرګی برید یو شرمناک عمل بللی دی.
XS
SM
MD
LG