د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې لوی توپان


د نیویارک ښاروال مایکل بلومبرګ امر کړی دی چې د دې ښار له ځینو سیمو څخه دي په ډلیزه توګه خلک ووځي او د ټرانسپورټ نظام دي وتړل شي.

دا خبرداری تر دې مخې کې ورکړل شوی دی چې د ایرین په نامه توپان نیویارک ته ور رسیږي. مایکل بلومبرګ ویلي چې تر دې وړاندې یې خلکو ته داسې خبرداری نه دی ورکړی او اوس به یې هم نه وای ورکړی ، که د هغه په خبره دا توپان جدي مه وای. بل پلو د امریکا ولسمشر باراک اوباما هم له امریکایانو غوښتي چې د اټلانټک سمندر پر غاړه اوسېدونکي خلک دي د توپان تر رسېدو مخکې ووځي. ولسمشر اوباما وايي: ((زه تر دې زیات ټینګار نه شم کولای ، که چیري تاسو د دې توپان په مخکې یاست ، نو له اوسه احتیاطي ګامونه پورته کړئ ، انتظار مه کوئ ، ځنډ مه کوئ ، موږ ټول د ښو تمه لرو خو موږ باید د بدو حالاتو لپاره هم تیار و اوسو.)) د ایرین په نامه دې توپان دا وخت د باهامېن ټاپوګان ځپلي دي او د اټکل له مخې به نن شمالي کارولینا ته ورسېږي او بیا به واشنګټن ډي سي ، نیویارک او بوسټن ته مخه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG