د لاسرسي ځای

د طرابلس په لارو کوڅو کې مړي


رپوټونه وايي چې د لیبیا د پلازمېنې طرابلس په لارو کوڅو او روغتونونو کې په لسګونه مړي پراته دي.

دا کسان د معمر قذافي د پلوي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د جګړې په ترڅ کې وژل شوي دي. د رپوټونو له مخې دا نه ده مالومه چې د وژل شوو کسانو شمېر څومره دی او دا کسان د قذافي ځواکونو او که یاغیانو وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې یاغي ځواکونه پر طرابلس د واک لا ټینګولو او د معمر قذافي په لټه کې دي. د معمر قذافي د اوسېدو ځای له هغه وروسته نه دی مالوم چې یاغیانو یې د تېرې سېشنبې په ورځ پر کور یرغل وکړ. د معمرقذافي مخالف یاغي ځواکونو او نېټو د هغه پلرني ښار ً سرتې ً ته پاملرنه زیاته کړېده. د دې ښار په اړه ویل کیږي چې د معمر قذافي د ملاتړو وروستی مرکز دی او یاغیان یې پر لور په پرمختګ کې له مزاهمت سره مخامخ شوي دي.
XS
SM
MD
LG