د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه او چین د امنیت د شورا په غونډه کې نه ول


په ملګرو ملتونو کې ډیپلوماټان وايي د روسیې او چین استازو د شام د حکومت پر ضد د بندیزونو لګولو په اړه د امنیت د شورا له غونډې پرېکون کړی دی.

ډیپلوماټان وايي د پنجشنبې په ورځ، د شام پر ضد د بندیزونو د پرېکړه لیک په شونې مسودې د تړلو دروازو تر شا د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا غونډه کېده نو د روسیې او چین څوکۍ تشې پرتې وې. روسیه چې په دې شورا کې د ویټو واک لري، د ملګرو ملتونو لخوا د شام پر ضد د هر ډول بندیزونو مخالفت کوي. امریکا او د دې ملګري اروپايي هېوادونو د شام پر ولسمشر بشار الاسد غږ کړی دی چې له خپلې دندې دې استعفا ورکړي. دوی د شام پر ضد د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لخوا د بندیزونو ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG