د لاسرسي ځای

یاغي جلا وطن مشران طرابلس ته رسېدلي


د لیبیا د یاغیانو جلا وطن مشران پلازمېنې طرابلس ته ور رسېدلي دي.

دوی پر داسې حال طرابلس ته تللي دي چې اوس هم په دې ښار کې د معمر قذافي د پلویانو لخوا مزاحمت روان دی. د لیبیا یاغیانو عبوري کونسل یوه چارواکي علي ترحوني دا یوه تاریخي ګړۍ بللې ده. د واکمن معمر قذافي مخالفین هڅه کوي چې په پلازمېنه طرابلس کې خپل واک قوي کړي. څلور ورځې مخکې یاغیانو طرابلس نیولی وو. معمر قذافي تر اوسه نه دی مالوم چې چېرې دی.
XS
SM
MD
LG