د لاسرسي ځای

په پکتیکا کې لویه پروژه بشپړه شوه


د پکتیکا مرکز ښرنه

د پکتیکا مرکز ښرنه

نقیب اله متونوال، مشال راډیو


ښرنه
- د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د ۵۵۹۰۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت د بیا رغاونې یوه پروژه بشپړه شوې ده.

د دې پروژې په بشپړېدو د پکتیکا ولایت د مرکزي روغتون ودانۍ لپاره چار دېوالي او د اړتیا وړ نورې خونې جوړې او د چارواکو په خبره، له دې سره به د دوی ډېرې ستونزې هوارې شي.

د پکتیکا د عامې روغتیا رییس ډاکتر ولي ګل وايي چې د دې پروژې کار څلور میاشتې اګاهو پیل شوی وو.

د دې پروژې مالي لګښت د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې USAID لخوا ورکړل شوی دی چې د جوړولو چارې یې د CADG په نوم موسسې تر سره کړې دي.

د یادې موسسې مشر اختر محمد تڼی وايي د پروژې مجموعي لګښت ۵۵۹۰۰۰ امریکايي ډالره وو: (( په دې پروژه کې ۶۵۰ میټره څلور دېوالي، شپږ وړې ودانۍ، د نري رنځ د موادو او درملنې ودانۍ، د پایوازانو لپاره یوه لویه کوټه، شپږ تشنابونه، درې ګودامونه، او د روغتون دننه او دباندې ۱۰۰ میټره پیاده رو شامل دي.))

د پکتیکا د قامونو د متحدې شورا مشر معلم لطیف د مرستندویه موسسو پر کارونو خوښي څرګنده کړې ده.

نوموړي دې ته د ورته نورو پروژو د عملي کېدو غوښتنه هم کړې ده.
XS
SM
MD
LG