د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعده اورپکي په شمال غربي پاکستان کې دي


په شمالي وزیرستان کې د بې پيلوټه الوتکې تر برید وروسته د مشکوکو اورپکو وران پټنځای. د اې ایف پي مقاله وايي د پاکستان قبایلي سیمې د القاعده د اورپکو قوي پټنځایونه دي.
په شمالي وزیرستان کې د بې پيلوټه الوتکې تر برید وروسته د مشکوکو اورپکو وران پټنځای. د اې ایف پي مقاله وايي د پاکستان قبایلي سیمې د القاعده د اورپکو قوي پټنځایونه دي.
ژباړه: بشیر ګواښ، مشال راډیو

سرچینه: اې ایف پي


د فرانس پريس خبري اژانس په قبايلي سيمو کې د القاعده ډلې د بهرنيوو جنګياليوو او نوو برتي کوونکو کسانو باندې يو رپورت برابر کړی چې پکې ويلي يې دي دا ډله داسې کسان برتي کوي چې په اسانۍ سره پرې د ترهګرو د ملګرتوب شک نه شي کيدلی.

د فرانس خبري اژانس ليکلي چې پر افغانستان د امريکا له خوا لس کاله وړاندې شوي بريد څخه تښتيدلي د القاعده مشرانو د پاکستان په شمال غربي سيمو کې خوندي ځايونه موندلي او د د داسې کسانو په برتي کولو لګيا دي چې په اسانۍ پرې شک نه شي کيدلی.

د اژانس په وينا همدغسې يو کس ابو سلمان دی. هغه چې ږيره يې خريلي ده او ويښتان يې ښه سم ږمنځ کړي، له کلونو کلونو راهيسې په پاکستان کې له ډيرې کمې ويرې سره د القاعده لپاره لوجسټيکي مواد برابروي.

که څه هم دا ترهګره ډله له افغانستانه ويستل شوي خو په پاکستان کې ډيره قوي شوه ځکه چې دلته ورته د امريکا خلاف د نظرياتو لرونکو په منځ کې ملاتړ حاصل دی.

کله چې ابو سلمان شمالي وزيرستان ته پر لاره کوم چيک پوسټ ته نيزدې شي نو د ګاډي موسيقي تيزه کړي او سګريټ ولګوي. د اژانس په وينا ابو سلمان يوه بله طريقه هم کاروي او هغه د ځان سره د يو انګريزي اخبار ايښودل دي چې په پاکستان کې د يوسيکولر کس نښه ګڼل کيږي.

د فرانس پريس خبري اژانس په وينا د القاعده دې ديرش کلن غړي ورسره په پيښور کې په بدل نامه خبرې کړي. هغه په ښکاره د ګاډو د کاروبار کوونکي په توګه کار کوي. دا کار نوموړي ته موقع په لاس ورکوي چې په اسانۍ سره ګاډي بدل کړي او په دې توګه د امنيتي ځواکونو او ډرون له نښه کيدو څخه بچ شي.

په رپورټ کې راغلي چې ابوسلمان يو انجنير دی او په ۲۰۰۸ کال کې يې په افغانستان کې د کار کولو پر مهال القاعده ډله کې ځکه شموليت اختيار کړ، چې په وينا يې د امريکا کړو کارونو هغه ته ډير درد رساوه.


هغه فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي چې نوموړي ته د القاعده ډلې په مشرقي افغانستان کې ابتدايي عسکري ټرينينګ ورکړ او وروسته د لوجسټيک موادو د برابرونکي په توګه وګمارل شو.

په پاکستان کې د القاعده له خوا د دغسې برتي کوونو او شتون په اړه ياد اژانس ته يو څيړونکي زاهد حسين ويلي چې که څه هم دا ترهګره ډله له افغانستانه ويستل شوي خو په پاکستان کې ډيره قوي شوه ځکه چې دلته ورته د امريکا خلاف د نظرياتو لرونکو په منځ کې ملاتړ حاصل دی.


فرانس پريس خبري اژانس ليکي چې په شمالي وزيرستان کې د افريقې، چيچنيا، ازبکستان او غربي هيوادونو جنګيالي شتون لري چې د افغانستان او مرکزي ايشيا دلارې وررسيدلي دي.

په دوی کې ځينې کم عمره او بې تجربې کسان ونيول شي خو ځينې نور بيا خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي. ابو سلمان چې د قبايلي سيمو علاوه د پيښور، اسلام اباد او لاهور ترمنځ ګرځي راګرځي.

فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي چې دوی د نيول کيدو له ويرې انټرنيټ او ټيليفون ډير کم کاروي. هغه د القاعده لپاره د سودا اخيستلو په ترڅ کې وايي چې په جنيګياليوو کې د ريډ بول په نامه د انرژۍ جوس ډير زيات مشهوره دي.

په رپورټ کې دابوسلمان له خولې ويل شوي: ((که څه هم د القاعده اکثره غړي بهرنيان دي خو په دې وروستييو کې ډير زيات پاکستانيان غواړي چې د دې ترهګې ډلې برخه شي.))

د فرانس پريس خبري اژانس په دې رپورټ کې وړاندې ليکلي چې بهرني جنګيالي په شمالي وزيرستان کې د ځايي خلکو د لورګانو سره ودونه کوي او په اسانه نه پيژندل کيږي.

د فرانس پريس خبري اژانس د ځايي خلکو ليکلي چې د القاعده او طالبانو له وجې ډير قومي مشران وژل شوي او قبايلي ژوند ډير زيات متاثره شوی دی. خلک په ودونو کې هم موسيقي نه شي غږولی او پر ځوانانو يې اغيز دومره ډير دی چې د ترهګرو سره له يوځای کيدو علاوه بل څه نشته.

د امريکايي ويب سايټ ده لانګ وار جورنال کې راغلي چې د امريکا په ډرون بريدونو کې د القاعده او طالبانو ۲۰۰۰ جنګيالي وژلي دي خو ابو سلمان وايي چې وژل شوي کسان اکثره طالبان وي چې ډير زر يې تشه د نوو کسانو په برتي کولو سره پوره کيږي.
XS
SM
MD
LG