د لاسرسي ځای

تر عرب پاڅون وروسته، بل پاڅون


د ازادې اروپا د راډیو مشر ايډيټر جان او سولېون

د ازادې اروپا د راډیو مشر ايډيټر جان او سولېون

لیکوال: جان او سولېون

ژباړه: پامیر ساحل، مشال راډیو



د ازادې اروپا د راډیو مشر ايډيټر جان او سولېون په یوه مقاله کې لیکلي پخوا په یوه غونډه کې خلکو ترې غوښتنه کړې وه چې د پخواني شوروي اتحاد د مشر میخایل ګورباچوف په اقتصادي او حکومتي اصلاحاتو کې د عربانو د برخې په اړه خبرې وکړي. نوموړی لیکي په هغې وخت کې یې تت نظر درلوده چې د دې به څه مانا وي خو په عربي نړۍ کې چې اوسني حالات ویني نو پوهېږي چې لا ډېر پخوا عربانو ازادي غوښته.

د ۱۹۸۰مې لسیزې په منځ کې د پخواني شوروي اتحاد مشر میخایل ګورباچوف د پیري سټرایکا په نوم یو اصلاحاتي نظام وضع کړ چې تر مخې یې د شوروي اتحاد په اقتصاد او حکومتي نظام کې بدلونونه را وستل کېدل.

د همدې اصلاحاتي اېجنډې تر مخې په منځنۍ او ختیځې اروپا کې انقلاب راغی او ډېر هېوادونه د شوروي اتحاد له کنټروله خلاص شول.

جان او سولېون لیکي، په هغه وخت کې زیاتره خلکو دا دریځ درلود چې شوروي اتحاد نور د نړۍ لوی قوت نه دی پاتې او امریکا هم اسراییل ته د ستراتیژیک ملګري په توګه ضرورت نه لري نو ځکه امریکا دا زغملای شي چې له اسراییل سره اړیکي کمزور کړي او د فلسطینیانو ملي ارمانونو ته په ملګرې سرتګه وګوري.

د لیکوال په خبره، دا هر څه ول چې د خلکو په نظر د شوروي اتحاد د اصلاحاتي نظام تر مخې یې عربانو ته یوه برخه ورکوله. خو سږکال تاریخ وښوده چې د عربانو اصلي برخه څه وه؟
ایا اوس مرکزي اسیا، آذر بايي جان، او تر شوروي اتحاد وروسته نور ټولواکه دولتونه د عربانو په پاڅون کې خپله ونډه غواړي؟

ایا اوس مرکزي اسیا، آذر بايي جان، او تر شوروي اتحاد وروسته نور ټولواکه دولتونه د عربانو په پاڅون کې خپله ونډه غواړي؟

جان او سولېون لیکي، اصلي خبره چې اوس پر پوهېدلی دی هغه دا ده چې عربان هم تر هومره کچه ازادي او ډیموکراسي غواړي لکه چیکان، روسان، قازقان او د پخواني شوروي اتحاد تر واک لاندې خلکو چې په ۱۹۸۹ او ۱۹۹۱ز کالونو کې وګټله.

مصریانو، تونسیانو، شامیانو او لیبیایانو اوس دا زبات کړې ده چې دوی هم ازادۍ ته هومره ارزښت ورکوي چې د خپل ځان او نورو ملګرو هېواد والو لپاره په دې مورد کې شدیدې قربانۍ ورکولو ته تیار دي.

په سیمه کې دوه غالبه قوتونه چین او روسیه به بریالي ډیموکراټیک سیاسي سازمان ته اجازه ورنکړي.
لیکوال لیکي، په تېرو شلو کالونو کې هغو کسانو چې د عربانو له ارمانونو سره د ملګرتوب ښکاره کولو هڅه کړې ده نو ټول غور او فکر یې د اسراییل و فلسطین پر لانجه مرکوز کړی دی.

د لیکوال په خبره، که څه هم دا به هسې سیاسي نظریې نه وې، خو د ۱۹۸۹ او ۱۹۹۱ ارمانونو په قاهرې، تونس، دمشق او طرابلس کې د خلکو په ذهنونو کې وده کوله.

په هغو ټولنو کې د مخالفت ځانګړي غورځنګونه نشته، د هغو هېوادونو حکومتونو مذهب تر زښت کنټرول لاندې راوستی دی او په سیمه کې دوه غالبه قوتونه چین او روسیه به بریالي ډیموکراټیک سیاسي سازمان ته اجازه ورنکړي.

هغه خلک چې تعلیم یافته ول او پر ښو ځایونو کې کار کاوه له دې خپه ول چې د یوه آمر د بچیو په څېر برخورد ورسره کېږي.

د نوې ټیکنالوژۍ له راتګ سره، پر مالوماتو د دولت کنټرول هم سست شو او هر کس اوس د خپل کمپيوټر له لارې له لندنه تر سېډني له ټولو خبرونو خبرېږي.

جان او سولېون لیکي، د نوې ټیکنالوژۍ له کبله نظریات زیات خپرېږي. د نورو نظریو په څېر، اسلام هم نه یواځې په عالمانه ډول مزاحمت هڅولی دی بلکې د موافقت لار یې هم پیدا کړې ده.

په عربانو کې که څه هم بېلا بېل سیاسي تصورات ول خو دا ټول د یوه شي په توګه متحد ول او هغه وو د آمریت پر وړاندې مخالفت. دې هر څه د عربانو پاڅون ته لار هواره کړه.

لیکوال پوښتنه کوي چې ایا اوس مرکزي اسیا، آذر بايي جان، او تر شوروي اتحاد وروسته نور ټولواکه دولتونه د عربانو په پاڅون کې خپله ونډه غواړي؟

جان او سولیون زیاتوي، کارپوهان د دې پوښتنې ځواب له وخته مخکې ګڼي او ردوي یې. دوی وايي په هغو ټولنو کې د مخالفت ځانګړي غورځنګونه نشته، د هغو هېوادونو حکومتونو مذهب تر زښت کنټرول لاندې راوستی دی او په سیمه کې دوه غالبه قوتونه چین او روسیه به بریالي ډیموکراټیک سیاسي سازمان ته اجازه ورنکړي.
XS
SM
MD
LG