د لاسرسي ځای

د ۹/۱۱ بریدونو په اړه د خلکو شکونه


په نیویارک کې د نړیوالې سوداګرۍ مرکز غبرګ برجونه چې پر ۱۱ سپتمبر ۲۰۰۱م کال د ترهګرو لخوا په نښه شو

په نیویارک کې د نړیوالې سوداګرۍ مرکز غبرګ برجونه چې پر ۱۱ سپتمبر ۲۰۰۱م کال د ترهګرو لخوا په نښه شو

د فرانس خبري اژانس په خپل يو رپورټ کې ليکلي چې پر امريکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د بريدونو لس کال پوره کيږي خو په پاکستان کې د خلکو ترمنځ لا هم د دې حملو د ترسره کوونکو په اړه شکونه موجود دي.


د فرانس خبري اژانس ليکي چې د عبدالله په نامه يو پاکستاني افسر د اسامه بن لادن د وژنې په اړه د فکر پر مهال اوږده ساه وښکله او وي ويل دا اسامه وژل داسې دي لکه په امريکا کې د ۲۰۰۱ کال سپتمبر بريدونه چې پرې نه پوهيږي چې رښتيا هم شوي او کنه!

د اژانس په وينا عبدالله له هغ ميليونونو پاکستانيانو څخه يو دی چې پر امريکا د سپتمبر په بريدونو کې د اسامه بن لادن لاس وو. دا خبره د ترهګرۍ سره د پاکستان غير واضحه اړيکې ښئ. په نيويارک کې په نړيوالو تجارتي مرکزونو له بريدونو وروسته امريکا په افغانستان کې د القاعده پټنځايونه په نښه کړل. له دې ځايه د اسامه په مشرۍ د القاعده ډلې ګڼ غړي او طالب وسله وال پاکستان ته واوښتل خو د پاکستان پوځ په غرب باندې له دې امله غصه دی چې د دوی په وينا د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د دوی له دريوو زرو څخه زياتو پوځيانو قربانيوو ته يې پام نه دی.

د فرانس خبري اژانس ليکي چې په داسې يو هيواد کې چې له هندوستانه ويره لري، پر امريکا بې باوره او پر افغانستان د خپل دوده ييز اغيز ساتونکی دی، اوازې او ګونګوسي ريښتينولۍ ته له رسيدو وړاندې خوريږي. په رپورټ کې د شل کلن وهان مصيب چې په نيويارک کې د بريدونو پر مهال هلته وو، له خولې ويل شوي چې هغه پر دې باور نه لري چې دا بريدونه دې د اسلامي سخت دريځو له خوا شوي وي. هغه لکه د ډيرو نورو هغه فلمونه کتلي چې د نړيوالو تجارتي مرکز په بريدو کې پخپله د امريکا د لاس د ښودلو هڅه کوي او وايي چې دا فلمونو ښه پوره قانع کوونکي وو.

د فرانس خبري اژانس ليکلي چې په پاکستان کې ورځپاڼو رپورټونه خپرول چې د بريدونو پر ورځ په نړيوال تجارتي مرکز کې ۴۰۰۰ يهودي کارکوونکي نه وو ورغلي نو دا حملې يهودانو کړي چې د اژانس په وينا دروغ خبره ده.

د فرانس خبري اژانس ليکي چې يوه بله مشهوره خبره په پاکستانيانو کې دا ده چې امريکا د هندوستان او اسرايلو ملګري ده او غواړي د پاکستان ايټمي وسلې او مسلمانه نړۍ له منځه يوسي.

اژانس د يو څيړونکي زاهد حسين له خولې ليکي چې ورته نظريې په تعليم يافته پاکستانيانو کې هم عامې دي او خطر يې دا دی چې اورپکي په ډيره اسانۍ سره د ګونګوسو او غلطو نظريو لرونکي خلک په خپلو ډلو کې برتي کوي.


په رپورټ کې راغلي چې د امريکا خلاف بې ځايه نظريې په داسې حال کې شتون لري چې پاکستان د اسامه بن لادن له وژل کيدو څلور مياشتې وروسته هم په دې اړه څه نه دي ويلي چې اسامه بن لادن څنګه څو کاله د پاکستان د يو ې پوځي چاوڼۍ سره نيزدې اوسيده؟ د فرانس خبري اژانس ليکلي چې د پاکستان سره د امريکا اړيکې په دې وروستيوو کې ډيرې ترينګلي شوي دي. که څه هم پر پاکستان تورونه دي چې د وسله والو سره مرستې کوي خو د اژانس په وينا د امريکا د جاسوسي ادارې، سي، آيي، ای د مشر ليون پنيټا په وينا امريکا په سيمه کې پر جګړه بوخته ده نو ځکه بايد پاکستان سره اړيکې وساتي.
XS
SM
MD
LG