د لاسرسي ځای

اسد الله خالد نظامي مسول وټاکل شو .


لسمشر کرزي د قومونوقبايلو او سرحداتو برحاله وزير اسد الله خالد په حنوب لوېديزه حوزه کې د نظامي مسول په توګه وټاکه .۲۵/۰۸/۲۰۱۱

لسمشر کرزي د قومونوقبايلو او سرحداتو برحاله وزير اسد الله خالد په حنوب لوېديزه حوزه کې د نظامي مسول په توګه وټاکه .۲۵/۰۸/۲۰۱۱



سید شاه سقیم ـ کندهار


په داسې حال کې چې په دې ورستيو وختونو کې د کندهار په ګډون د افغانستان په ځينو جنوبي ولايتونو کې د ناامنيو د بېلابېلو پېښو پر مهال يو شمېر لوړي پوړي دولتي چارواکي ووژل شول ولسمشر کرزي د قومونوقبايلو او سرحداتو برحاله وزير اسد الله خالد په حنوب لوېديزه حوزه کې د نظامي مسول په توګه وټاکه چې تېره ورځ ناوخته د يوې غونډې پر مهال امنيتي مسولينو ته ور وپېژندل شو.

اسد الله خالد چې دا مهال د امنيت د شورا غړيتوب هم لري وايي چې له دې وروسته به په جنوب لوېديزه حوزه کې د امنيتي چارو د تنظيمولو او په دغه حوزه کې د مېشتو ناټو او کورنيو ځواکونو تر مېنځ د همغږۍ د پاره کار کوي.

" زه يې دلته د دلته پرتو نظامي قوتونو که هغه دا خلي دي او که د ايساف قوتونه دي د هغوى تر مېنځ د ښې همغږۍ او ښه کوارډينېشن او د کارونو د ښه کولو د پاره رالېږلى يم، افغانستان ټول زمونږ کور دى هر چېرته چې را ته اړتيا وي هلته به کار کوم ٬٬

دده په خبره ډاډه دى چې په لنډه موده کې به وکولاى شي د سيمې د اوسېدونکيو او امنيتي چارواکيو په مرسته په جنوب لوېديزه حوزه کې خراب شوى امنيت بېرته ښه کړي.

"د لا ښه نظامي عملياتو او برياوو په خآطر به يو ځاى کار سره کوو . ډاډه چې د خداى او ستاسي ټولو په مرسته به وکولاى شو چې ددې منطقې او هېواد خلک له دغه روان ناورين څخه وژغورو ٬٬

اسدالله خالد تر دې وړاندې هم د کندهار د والي په توګه دنده ترسره کړې ده . په کندهار کې د کندهار د والي په توګه دده د ندې پر مهال هم په کندهار کې امنيتي حالت د اوس په پرتله لا زيات خراب وو .
XS
SM
MD
LG