د لاسرسي ځای

لاهوري ځوانان په سندرو توندروي وهي


به لاهور کې د هېنډې سیالي.۲۲/۰۶/۲۰۱۱

به لاهور کې د هېنډې سیالي.۲۲/۰۶/۲۰۱۱



اې ایف پي لیکي، د پنجاب په لاهور کې ځوانان وایې ، دوي د میوزک د لارې د توندروۍ مقابله کوي، او زیاتوي، دوي اوس په ملکي حالاتو کې یو بدلون غواړي.

فرانس پریس خبري اژانس لیکي، په پاکستان کې د امنیت د خرابې وضعې او د مذهبي توندره فکر خوریدو له وجې د دغه هیواد د مالداره کورنیو ځوانان د موسیقۍ اړخ ته زیات روان دي.

اژانس د سازونو په جدیده طریقه د جوړولو یو کس چې ورته ډي جې هم وایې، فیصل بیګ له خولې لیکي، کله چې دې په لاهور کې د موسیقۍ دغې ځایې ته چې بریک فیکټري نومیږي، او د میوزک د منسټري اف ساونډ کمپنۍ په مرسته چلیږي، ور ننوځي، نو بیا بلکل بدل شي. او دغلته داسې پاکستان نه وي، څنګ چې په میډیا کې کې ښکاري.


د منسټري اف ساونډ یو پروګرام ته د تګ ټکټ سل ډالره دې. پاکستان چې د القاعده او وسلوالو طالبانو د حملو ښکار دې، د ځوانانو لخوا د موسیقۍ محفلونو او پروګرامونو ته تګ کیدای شي، د سیاسي بحثونو یوه موضوع جوړه شي.

لاهور چې د کلتوري هلو ځلو مرکز ګڼل کیږي، دغلته ځوانان د خپل وخت تیرلو لپاره د جدیدې موسیقۍ په لور ځي، چې دا شان د روانو حالاتو او سیاسي مسلو نه یې یو څه پام بدل شي.

په لاهور کې د رای ونډ تبلیغی مرکز په لاره او د مسلم لیګ ن ګوند مشر میا نواز شریف د کور سره نږدې ځوانان د موسیقۍ یو کلب ته راغونډیږي.


خبري اژانس په دغه کلب کې د یو ځوان طاهر علي له خولې لیکي چې وایې، دا پاکستان دې، دا دوي پاکستان دې، او دوي به نور بمي حملې او ترهګر بریدونه ونزغمي. طاهر وایې، د دوي ټولنه اوس بدلیږي.

د میوزک په دغه کلب کې یوه جینۍ زوبیا بیا وایې، تاسو به اوګورۍ چې یوه ورځ به ټول پاکستان بدل شي، او زیاتوی دوي به په خپل هیواد کې انقلاب راولي، او ولس به د توندروۍ خلاصوي.

د لاهور په ماډل ټاون کې چې د موسیقۍ د دغه کلب سره نذدې راځي، تیره اونې یو ۷۰ کلن امریکایې چې په دغه هیواد کې یې په یوه مرستندویه اداره کې کار کاوه ، نا مالومه وسلوالو تښتولی دې.

او هم په دغه ښار کې د شته مندو بچیان ، چې په نجې سکولونو کې زده کړی کوي، غواړي د خپل ملک د حالاتو نه د پام بدلولو له عمله د میوزک په لور راشي.

ذین چې یو ګټار غږونکې دې اې ایف پي ته وایې، دې کوشش کوي، د خپل ګټار له وجې په ټولنه کې امن خور کړي. د ذین نور ملګري وایې، د دوي په ملک کې بمي چاودنې او ډرون بریدونه کیږي. دغلته تعلیم نشته، وسلوال طالبان او ځان مرګي برید کونکي دي، او دوي باید ددې هر څه خلاف اواز پورته کړي.


د میوزک په دغه کلب کې یو بل کس یونس چودري وایې، دا ځوان کل غواړي خپله ټولنه بدله کړي، دوي یو بدلون غواړي، او هڅې کوي د خپل میوزک د لارې په نړۍ کې دا پیغام خور کړي ، چې د پاکستان اوسیدونکي امن خوښه دي.
XS
SM
MD
LG